لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کراچۍ ضمني ټاکنې د پيپلز ګوند قادر مندوخېل ګټلي


په کراچۍ کې د قامي اسمبلۍ په حلقه اېن اې 249 ترسره شوې ضمني ټاکنې د پيپلز ګوند قادر خان مندوخېل ګټلي دي.

د غېر سرکاري نتيجو ترمخه د شورو/ پنجشنبې په ورځ (29 اپرېل) د کراچۍ نه د قامي اسمبلۍ په حلقه اېن اې 249 ترسره شوو ضمني ټاکنو کې د پيپلز ګوند قادر خان مندوخېل 16زره 156 رايې اخستي دي.

په دوېم زياتې رايې د مسلم ليګ ن ګوند مفتاح اسماعيل 15زره 473 رايې ترلاسه کړي او په درېم نمبر د لاقانونه ګرځول شوې تحریک لبېک ډلې مفتي نذير احمد 11زره 125 ووټونه اخستي دي.

د پاک سرزمين ګوند مشر مصطفی کمال 9227 او د تحریک انصاف ګوند امجد افريدي 8922 رايې اخستې دي.

د کراچۍ دغه حلقه د کال 2018 په ټولټاکنو کې د پاکستان تحریک انصاف فېصل واوډا ګټلې خو د غبرګ يا دوه ګوني تابعيت په سر هغه د مارچ په مياشت کې د دغه څوکۍ څخه استعفا ورکړې او هغه بيا سېنېټر جوړ کړی شوی وو.

د پاکستان مسلم ليګ ن ګوند مرستيالې مشرې مريم نواز شريف تور لګولی چې د حلقه اېن اې 249 ووټونه ترې غلا شوي دي.

مسلم ليګ ن ګوند ويلي دغه ټاکنې به چېلنج کوي.

مریم نواز ويلي د 2018 په عامو انتخاباتو کې د يادې حلقې نه شهباز شریف 34زره 626 رایې ترلاسه کړې او د تحریک انصاف فېصل واوډا 35زره344 رايې اخستې وې.

هغې ویل په 2018 کې پيپلز ګوند په شپږم نمبر راغلې او 7236 رايې يې ترلاسه کړې وې.

په حلقه اېن اې 249 د مسلم ليګ ن ګوند کانديد ته د جمعيت علمااسلام او عوامي نيشنل ګوند ملاتړ هم ترلاسه وو.

پاکستان تحریک انصاف ګوند هم د حلقه اېن اې 249 په ضمني ټاکنو کې د درغليو تورونه لګولي دي.

د يادې حلقې نتيجې د شپې ناوخته مخې ته راغلي دي.

د ځايي میډيا د راپورونو ترمخه په حلقه کې د رايو اچولو شرح (ټرن اوټ) هم کم وو.

په ياده حلقه کې د حساسه پولينګ سټېشنو له امله د پوليس او رېنجرز نزدې 4000 سرتيري د امنیت دپاره په ځای کړی شوي وو.

د کراچۍ په لويديځ کې پرته اېن اې 249 حلقه چې پکې د بلديه ټاون، مهاجر کېمپ، سعید اباد، رشيد اباد، اتحاد ټاون، مون اباد او ګلشن غازي ترڅنګ نورې ګڼې علاقې دي، کې بېلابيلې ژبې ويونکي اوسيږي.

په ياده حلقه کې د پښتنو سره بلوچ، پنجابي او اردو ژبه ويونکي هم اباد دي.

په ياده حلقه کې د کال 2018 په عامو انتخاباتو کې د صوبايي اسمبلۍ څوکۍ د تحريک لبېک ډلې کانديد ګټلې وه.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند چې په مرکز کې په حکومت کې دی دا دويمه څوکۍ ده چې د 2018 په عامو انتخاباتو کې يې ګټلې او په ضمني کې يې وبايلله.

له دې وړاندې د فرورۍ په میاشت کې د خېبرپښتونخوا د نوښار ضلعې نه د صوبايي اسمبلۍ په حلقه پي کی 63 د تحریک انصاف ګوند کانديد ماتې خوړلې او مسلم ليګ ن ګټلې وه.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG