لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

څېړونکي:په ماشومانو تشدد دهغوئ ذهني اؤ تخلیقي صلاحیتونه اغېزمنوي


د اپريل په دېرشمه نيټه په ماشومانو سکولونو، کورونو او د کار پۀ ځايونو کښې دبدني تشدد پرضد نړبواله ورځ په داسې حال کې نمانځل کیږي چې څېړونکي وایي پاکستان کې اوس هم په ماشومانو دتشدد لړۍ دوامداره ده.

څېړونکي وایي هر څو که پاکستان کې پۀ قانوني توګه سکولونو، مدرسو او کالجونو کښې پۀ ماشومانو هر ډول تشدد منعې دی خو بيا هم دغه ځايونو کښې ماشومان پۀ څۀ نه څۀ ډول د تشدد ښکار کيږي چې له امله ئې دهغوئ تحليقي اؤ نور صلاحیتونه اغېزمن کیږي.

دتعليمي چارو کار پوهه پروفيسر ډاکټر خادم حيسن وائي چي په ماشومانو د بدني تشدد ډيري منفي اغيز کیږي که دغه تشدد په کور کښې وي ، مدرسه،سکول او یاهم پۀ لاره کوڅه کښې وي.

وي او ای ډيوه سره خبرو کې ډاکټر خادم حسين وایي ‘‘چي کوم ماشومان دتشدد ښکار شي نو دهغوئ په تخلیقي توان ډيرې بدې اغېزې کیږي او ددې له امله دغه ماشومان پۀ ټولنه کښې ډېر شاته پاتي شي۔

هغه وويل چې پۀ ماشومانو تشدد کول د هغوئ د خبرو اترو،دابلاغ،دسوچ کولو او د دپوښتنې کولو صلاحیتونه اغېزمنوي او دې سره سره ماشوم پۀ نفسياتي توګه هم ډير متاثره کيږي۔

دخادم حسین په وینا "کوم کوچنيان چې په داسې چاپیریال کښې لویې شي او د تشدد ښکاري شي نو بيا هغوئ تحليق نه شي کولی، سوچ نه شي کولی او خپل احساسات نه شي شريکولی"

ښاغلی خادم حسين وائي چې که څۀ هم پۀ قانوني توګه پۀ سکولونو، مدرسو او کالجونو کښې پۀ ماشومانو هر ډول تشدد منعې دی خو بيا هم دغه ځايونو کښې ماشومان پۀ څۀ نه څۀ ډول دتشدد ښکار کيږي چې له امله یې د دوئ نه خپل تحليقي او ايجادي صلاحيتونه پاتي شي۔

" که چرې زمونږ دسکول، کوڅې،کور او ټولينز ماحول پۀ ماشومانو د تشدد نه پاک شي نو هيله ده چې دغه کوچنيان به خپلي څرګندوني پۀ ښۀ ډول وکړل شي او پۀ نوو څيزونو به سوچ وکړي"

دماشومانو د حقونو لپاره کارکوونکی ښاغلی عمران ټکر وائي چې پۀ ماشومانو تشدد کول پۀ نړيواله کچه د شوؤ تړونونو څخه سرغړونه ده ۔

هغه وائي تر دې دمه يوازې دسندهـ صوبې پۀ اسمبلۍ کښې قانون پاس شوی چې له مخې یې پۀ ماشوم تشدد جرم ګرځول شوی دی اؤ ددې ترڅنګ پۀ خېبرپښتونخوا کښې د چایلډ ويلفير اېکټ لاندي پۀ ماشومانو بدني او ذهني تشدد پۀ سر شپږ مياشتې بند او پنځوس زره روپۍ جرمانه اېښودل شوې ده۔

وي او ای ډيوه سره خبرو کې ښاغلي ټکر ویلي چي د پاکستان قامي اسمبلي کښې په ماشومانو د تشدد مخنيوي لپاره قرارداد منظور کړل شوی خو تراوسه دغه قانون د سېنېټ نه دی منظور شوی.

عمران ټکر يوې مهمي قانوني نکتې ته په اشارې سره وويل چي دپاکستان پينل کوډ ۷۹مه ماده په نظم اؤ ضبط کې دماشومانو ساتلو دپاره په هغوئ د تشدداجازه ورکوي" اؤ تر څو چي دغه قانون له منځه نه وي وړل شوی مونږ نه شو وئيلی چي دلته په حکومتي کچه ماشوم ته تحفظ ترلاسه دی، او مونږ وئيلي شو چي تر دي دمه پۀ ماشومانو کېدونکی تشدد قانوني دی"

د ماشومانو دحقونو دپاره په مبارزه بوخت فعالین د مور،پلار او حکومت نه غوښتنه کوي چي ماشومانو باندې باید دکېدونکي بدني تشدد ترڅنګ دنفساتي تشدد مخه ونيول شي ترڅو کوچنيان د ټولنې باصلاحيته وګړي جوړ شي او خپلو صلاحيتونو او تحليق د لاري د بشريت خدمت وکړي۔

XS
SM
MD
LG