لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

تېرو نهو میاشتو کې پاکستان دڅومره بهرنیو پورونو لاندې راغلی ؟


دپاکستان حکومت د روان مالي کال په وړومبیو نهو میاشتو کې داخستل شوؤ بهرنیو پورونو جذئیات مخې ته راوړي چې دهغې له مخې دجولایي دمیاشتې نه مارچ 2021م پورې اووه اربه،41کروړه اؤ 30لکه ډالر بهرني پورونه ترلاسه کړل شوي دي.

رپورټ کې ویلي شوي دي چې په یادو پورونو کې یو ارب،34 کروړه اؤ90 لکه ډالر بجټ ته د اډاڼې ورکولو په مد کې اخستل شوي،درې اربه اؤ12 کروړه ډالر دکاروباري قرضو دستنولو دپاره اخستل شوي اؤ یو ارب اؤ 35 کروړه ډالر دپرمختیایي پروژو سرته رسولو دپاره په پور اخستل شوي.

همدا شان دې بهرنیو پورونو کې 43 کروړه اؤ 90لکه ډالر دبیلابیلو شیانو داخستو په موخه هم دقرضې په توګه دبهر نه ترلاسه کړل شوي دي.

رپورټ څرګندوي چې چین پاکستان ته د خوندي ګټې په مد کې یو ارب ډالر په پور ورکړي،ایشیایي پرمختیايي بینک ورته یو ارب،24کروړه اؤ 80لکه ډالر پور ورکړی.،دفرانس پور درې کروړه اؤ 48لکه ډالر دي .

همدا شان امریکې هم په دې نهو میاشتو کې پاکستان ته اته کروړه اؤ 62 لکه اؤ چین 14 کروړه اؤ 75 لکه ډالر پاکستان ته په پور ورکړي دي.

دپاکستان د دولتي بینک شمیرې ښایي چې دعمران خان حکومت په دوه کلته موده یعنې دجولایي کال2018م نه تر مارچ 2021م پورې دنزدې 33 اربو ډالرو بهرني پورونه ترلاسه کړي دي.

دپاکستان وزیراعظم عمران خان اقتدار ته له رسیدو مخکې دبهرنیو پورونو سخت مخالفت کولو اؤ دعوه یې کړې وه چې که هغه اقتدار ته ورسیدو نو ځان به مړ کړي خو دبهر نه به په پور پیسې وانه خلي.

خو اقتدار کې له راتلو وروسته دهغه حکومت بې دریغه بهرني پورونه واخستل اؤ‌ ددې علت وزیراعظم عمران خان دا ښایي چې کله هغه حکومت سمبال کړو نو خزانه خالي وه اؤ پاکستان ته دتیرو حکومتونو لخوا داخستل شوؤ پورونو سودونه ورکول پغاړه وؤ نو ځکه ددغو سودونو خلاصولو دپاره دهغه حکومت اړ ؤ چې په سود نورې قرضې واخلي.

دانسټي ټیوټ اف پالیسي ریفارمز وروستي رپورټ کې ویل شوي چې دا مهال دپاکستان معیشت ته کومه ستره ستونزه پېښه ده هغه دبهرنیو پورونو دستنولو اؤ په هغې د ورکړل کیدونکو سودونو ده.

په دې رپورټ کې راغلي چې پاکستان دبهرنیو پورونو په خلاصولو کې ښې ډيرې پیسې ورکړې هم دي خو بیا یې هم ورځ تر بلې دبهرنیو پورونو بار سیوا کیږي.

دغه رپورټ وایي چې د درنو بهرنیو پورونو له امله به دپاکستان معیشت دشرحه نمو دټېټې کچې اؤ دمحدودو برامداتو سره دسقوط یا دیوالیه کېدو پغاړه ولاړ وي.

رپورټ کې ویل شوي چې دحکومت امدن ترلاسه کوي دهغې زیاته برخه د پورونو په بېرته ستنولو اؤ په هغې ورکړل کېدونکو سودونو کې ځي اؤ دمعاشي پرمختیا اؤ پرمختیایي لګښتونو دپاره ورسره ډیرې کمې پیسې پاتې کیږي

XS
SM
MD
LG