لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

افغانستان نه دبهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ پیل شوه


دافغانستان ددفاع سرپرست وزیر جنرال یاسین ضیاء ویلي افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو عمل په رسمي ډول پیل شوی خو دملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب اندېښنه ښودلې چې هیواد نه دبهرنیو ځواکونو د وتلو سره به طالبان خپل بریدونه هم زیات کړي.

کابل کې یو مطبوعاتي کانفرنس ته خپله وینا کې جنرال یاسین ویلي په هملند کې دشورابک پوځي قرارګاه بهرنیو سرتیرو خالي کړې اؤ سبا پورې به افغان ځواکونو ته وسپارل شي.

هغه ویلي دشورابک په څېر به دهیواد په نورو سیمو کې هم بهرني عسکر خپلې قرارګاوې خالي کوي اؤ خپل ستر مرکز بګرام ته به ورټولیږي.

دامریکا دپخواني صدر ډانلډ ټرمپ د واکمنۍ په مهال دامریکا اؤ طالبانو ترمنځ قطر کې دسولې په شوي تړون کې منل شوې وه چې امریکا به دافغانستان څخه خپل ځواکونه دمئ تر وړومبۍ نیټې وباسي خو وروسته دامریکا نوي جوبائیډن اعلان وکړو چې امریکایي سرتیري به دستمبر تر ۱۱مې نیټې دافغانستان څخه ستنیږي.

مطبوعاتي کانفرنس ته وینا کې دافغانستان دملي امنیت سلاحکار حمدالله محب اندېښنه ښودلې چې افغانستان څخه دنړیوالو ځواکونو د وتلو سره سم به طالبان هم خپل بریدونه زیات کړي.

هغه ویلي طالبان غواړي دجګړې دلارې قدرت ترلاسه کړي خو افغان ځواکونه د دوئ مقابلې ته چمتو دي اؤ که بهرني ځواکونه اوځی نو هم به طالبان په دې ونه توانیږي چې افغانستان دجګړو دلارې پخپل واک کې راولي.

د خالي یا شنبې په ورځ افغانستان څخه دبهرنیو ځواکونو د وتلو د لړۍ پیل کیدو څخه یوه ورځ دمخه د امریکې، روس، پاکستان او چین استازو په دوحه، قطر، کې د بېن الافغان خبرو د مرستي او په افغانستان کې د مسقتل ډزبندۍ په اړه غوڼده کړې وه.

دامریکا دبهرنیو چارو وزارت ددغې غونډې په اړه خپل بیان کې ویلي غونډه کې په دې خبره ټینګار شوی چې د بهرنیو ځواکونو وتلو په وخت به امنیت نشي خرابولی، افغانستان کې به څه قسمه جګړه او الغاو تلغاو نشي کولی او د نړیوالو ځواکونو نحفظ به باوري کولی شي.

په غونډه کې تمه څرګنده کړی شوې ده چې طالبان به دترهګرۍ دمخنیوي په اړه خپل لوظونه پوره کوي او د ترهګرو پشمول څوک به هم د افغانستان خاوره د بل کوم هېواد په خلاف استعمالېدو ته نه پرېږدي، دغه ډلې به څوک هم ځان سره نه ساتي، د خلکو بهرتي کولو او تربیت تر څنګ د پېسو راغونډولو اجازت به نه ورکوي او تمه لري چې افغان حکومت به د ترهګرۍ په ضد د نړۍ سره خپلې مرستې دوامداره ساتي

XS
SM
MD
LG