لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دسکرو درنګونو کې دپښتنو خواریکښو وروستیو مړینو په حکومتي دعوؤ پوښتنې راولاړې کړي


دنورې نړۍ په څېر نن په پاکستان کې هم دمزدورانو نړیواله ورځ په داسې حال کې نمانځل کیږي چې په دې وروستیو کې دسکرو په درنګونو کې دپښتنو خواریکښو پرله پسې مړینو د مزدورانو اؤ بشري حقونو په حواله په کېدونکو حکومتي دعوؤ پوښتنې راولاړې کړې دي.

دخواریکښو تنظیمونه وایي دغربت،بدو ورځو اؤ لاچارۍ سره مخ دخیبر پښتونخوا مزدورکاره طبقه دکرونا وباء نوره هم ځپلې ده خو حکومت د دوئ بد حالت ته هیڅ پام نه ورګرځوي.

دا تنظیمونه وایي خېبرپښتونخوا صوبې سره تړاؤ لرونکي پۀ زرګونو خواریکښ پۀ سندهـ ،پنجاب او بلوچستان کښې خواري مزدوري کوي خو هغوئ ته هیڅ قانوني تحفظ نه دی ورکړل شوی.

هرکال د مئ دمياشتې وړومبۍ نېټه ټوله نړۍ کښې د خواريکښو د نړيوالې ورځې پۀ توګه لمانځل کیږي چې مقصد ئې نه يوازې د دوئ همت ته درناوي ورکول وي بلکې د دوئ ستونزې رابرڅېره کول،د کړاؤنو لپاره یې غږ پورته کول او ورسره یووالی ښودل وي.

خېبرپښتونخوا کښې د خواريکښو د مرکزي اتحاديې صوبائي سکتر رازم خان وائي اوسني وخت کښې د خواريکښو ګزاره ګرانه شوې ده۔

دمزدورانو په نړیواله ورځ پېښور کې یو مزدور د دیاړۍ په انتظار ولاړ لیدل شي
دمزدورانو په نړیواله ورځ پېښور کې یو مزدور د دیاړۍ په انتظار ولاړ لیدل شي

هغه وائي دحکومت له لوري مزدور لپاره ټاکل شوی مياشتنی اجرت اوولس نيم زره روپۍ ورکول پۀ خواریکښو پسې خندا کول دي بايد د اوسنۍ ګرانۍ په لحاظ د يو خواري کښ مياشتنۍ تنخا لږ تر لږه پنځه ديرش زره روپو ته ورسول شي۔

د رازم خان پۀ وينا هر کال دملک بجټ کښې د پارليماني غړو، وزيرانو او اعلي سرکاري چارواکو مياشتنې تنخا سيوا کيږي خو له بده مرغه هغه خواريکښ چې د وجود د خولې پۀ برکت ئې ملک روان دی هغه ته حکومت هيڅ پاملرنه نه کوي۔

وي او ای ډیوه سره خبرو کې هغه ویلي چې اوس هم پۀ يو شمير شخصي کمپنیو کښې د مزدورانو سره د نوکرۍ پۀ وخت ايګرمنټ یا تړون نه کيږي چې له دې امله هغه د ټولو مراعاتو نه محرومه پاتي شي۔

هغه زياته کړه چې کمپنیو او پۀ ځانګړي توګه د سکرو پۀ درنګونو کښې ټیکيدارانه نظام خواریکښو ته ډېر زيان رسولی دی۔

21 ورځې وړاندې یعنې داپریل په لسمه د خیبر پښتونخوا د شانګلې ضلعې د کویلې د16ؤ بې درکه کارکونکو مړي په دره ادم خېلو کې په یو اجتماعی قبر کې موندل شوي وؤ اؤ تر دې دمخه هم دکویلي درنګونو کې په بیلابیلو وختونو کې په سوؤنو پښتانه خواریکښ مړه شوي اؤ ژوبل شوي دي.

د پاکستان سېنټرل ماينز لېبر فېديرېشن يا په کانونو کې د خواريکښو د اتحاديې رپورټ دی چې 2020 کال کې په بلوچستان صوبه کې يو 105 او په ټول پاکستان کې 205 د سکرو مزدوران په بېلا بېلو پېښو کې مړه شوي وو.

دښاغلي رازم خان په وینا "دخېبرپښتونخوا سره تعلق لرونکي پۀ زرګونو مزدوران پۀ سندهـ،پنجاب او بلوچستان کښې خواري مزدوري کوي خو هغوئ ته هیڅ څۀ ډول قانوني تحفظ نه دے ورکړی شوی او پۀ دغه مزدورانو کښې زياتره د سوات، بونېر او شانګلې ضلعو سره تعلق لري"

پېښور پوهنتون کښې دسولې او شخړو دمطالعې دڅانګې استاذ پروفېسر جمیل احمد چترالي وائي چې اوسني حکومت د غريب اولس لپاره کوم دښېګړې پروګرامونه شروع کړي هغه د مزدورانو د ستونزو حل نه دی.

وي او ای ډیوه ته جميل چترالي ویلي که چرې ملک کښې د وسایلو ويش پۀ انصاف سره شي او هر قام ته د خپلې برخې حق ورکړل شي نو ددې سره هغه دائمي ماحول پيدا شي د کوم پۀ رڼا کښې چې به د مزدور پشمول د سرمايه دار، جاګيردار، سرکاري نوکر او د دوکاندار حالت ښه شي۔

هغه وويل چې دپاکستان د ازادۍ نه تر اوسه حکومتونو د مزدور لپاره وخت په وخت څۀ نه څۀ ډول کښې ګامونه پورته کړي خو که دپاکستان تحريک انصاف اوسني حکومت ته وکتل شي نو ښکاره خو دوئ څۀ پروګرامونه شروع کړي خو اصل ستونزې ته دحکومت پام نشته۔

ښاغلی چترالي هيله څرګنده کړه چې که پاکستان د پردو جنګونه نه لاس واخستل او د ملک دننه د امن فضا خوره شي او وسایلو ويش پۀ انصاف سره وشي نو دمزدورکاره طبقې ورځ به روښانه شي۔

پېښور کښې ميشت خواري کښ وائي اوسني حکومت کښې ګرانۍ ډېر زور نيولی او د امروزه استعمال دڅيزونو نرخونه اسمان سره خبري کوي.

خو حکومت بیا دریځ لري چې په ګرانۍ دقابو موندلو دپاره یې ګڼ شمیر مهم ګامونه اخستي اؤ زر به اولس ته ددې ستونزې نه خلاصون ورکړي.

د پېښور دسپين جومات سره د مزدورۍ پۀ تکل ناست اول خان نومې خواريکښ وائي چې د کرونا وبا خواريکښ ډېر اغېزمن کړي، روزګارونه نشته او دوئ ټوله ورځ د کار موندلو په تکل کښې تيره کړي او ماښام خالي لاسونه کور ته ځي۔

اول خان وائي "حکومت سره زمونږ هيڅ فکر نشته چې زمونږ پۀ بچو به څۀ تېريږي، د اوسني حکومت نه پخواني حکومتونه ډېر ښه وؤ ګراني کمه وه او زمونږ به ګزاره کيده خو اوس ژوند ډېر ګران شوے دی"

دخېبرپښتونخوا حکومت د خواريکښو دغه غوښتنې ته چې د دوئ مياشتنی اجرات دې سيوا کړل شي دخواريکښو دمحکمې صوبائي وزير شوکت يوسفزئي ځواب نه دی وئيلی.

خو د خېبرپښتونخوا حکومت وړاندې نه ادعا کوي چې د خواري کښو لپاره ئې د احساس پروګرام، څوک دې اوږي اوده نه شي،او سرکاري پناه ګاه په شان دخیر ښېګړې پروګرامونه شروع کړي دي۔

خو خواريکښ وائي چې د دوئ لپاره باید داسې ګامونه پورته کړل شي چې د دوئ امروزه ژوند ورباندې ښه او ګرانۍ ورته کمه کړل شي۔

XS
SM
MD
LG