لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په هند کې د کورونا د یوې ورځې پېښې له څلورو لکو اوښتي دي


واشنګټن – په هند کې په یوه ورځ کې د کورونا پېښې د لومړي‌ ځل لپاره له څلورو لکو څخه زیاتې شوې دي.

د هند د روغتیا وزارت د شنبې یا خالي‌ په ورځ وویل، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا ۴۰۱۹۹۳ نوې پېښې په دغه هېواد کې موندل شوي دي.‌

د عامې روغتیا چارواکي په دې باور دي چې د کورونا ناروغانو ریښتنی شمېر ښايي لږ تر لږه تر دې پنځه برابره زیات وي.‌

په امریکا کې د مکروبي ناروغیو وتلي کارپوه انټوني فاوچي له انډین اکسپریس ورځپاڼې سره په یوې مرکه کې ویلي، "دې وایرس وښوده که خپلې خوښې ته پرېښودل شي نو په ټولنه کې به په ډېرې چټکۍ سره خپور شي."

هغه زیاته کړه، "که تاسو یې جدي ویجاړي بابزه وګڼۍ نو تاسو به په ستونزو کې ایسار شئ."

فاوچي د هند لپاره د یو لاک ډاون سپارښتنه وکړه تر څو په دې توګه وایرس کم خپور شي.

"د هېچا د هېواد لاک ډاون نه خوښېږي، خو که یواځې د څو اونیو لپاره عملي شي نو تاسو یې د کورونا د خپرېدو د مخنیوي په برخه کې ستر اغیز لیدلای شي."

همدارنګه په هند کې د شنبې یا خالي په ورځ ۱۸ کسان هغه مهال مړه شول کله د روغتون د کورونا په څانګه کې اور ولګېده.

چارواکي وايي، د ګجرات ایات د بهاروچ نومې ځای په یوه خیریه روغتون کې له لګېدلي اور څخه ۳۰ ناروغان ژغورل شوي هم دي.‌ د مګړی د اور د سبب‌ په اړه څه نه دي ویل شوي.

په ورته وخت کې هندوستان د شنبې یا خالي په ورځ اعلان وکړ چې هر هغه کس چې عمر یې ۱۸ او یا له ۱۸ څخه زیات وي اوس واکسین ترلاسه کولای شي خو اکثره مرکزونه وايي،‌ چې دوی واکسین نه لري.

د هندوستان د ۱.۳ بیلینه وګړو څخه یواځې دوه فیصده یې واکسین شوي دي.‌

برعکس په امریکا کې سپینې ماڼۍ ویلي،‌ چې سل میلیونه امریکایان په بشپړه توګه واکسین شوي دي.‌ دا شمېره یوه میاشت مخکې نېږدې ۵۵ میلینه وه.‌

په امریکا کې له ۱۶ کلنو څخه پورته ټول خلک واکسین اخېستلای شي او ولسمشر جو بایډن ژمنه کړې چې د مې تر پایه پورې به هر بالغ امریکايي ته کافي واکسینونه موجود وي.‌

جان هاپکنز پوهنتون د خالي یا شنبې په ورځ وویل‌، چې په هند کې د کورونا پېښو ټول شمېر شلو میلینو ته نېږدې شوی او امریکا یواځینۍ هېواد دی چې له هند څخه زیاتې یعنې تر ۳۲ میلیونو د کورونا زیاتې پېښې پکې موندل شوې دي.

جان هاپکنز پوهنتون وايي،‌ په‌ ټوله نړۍ کې په کورونا د اخته کسانو شمېر له ۱۵۱ میلینو څخه زیات شوی دی.‌

XS
SM
MD
LG