لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

داسامه د وژنې لسم کال،په پاکستان دغې پېښې څه اغېزې کړي؟


دپاکستان ایبټ اباد ښار کې په دویمه مئ کال ۲۰۱۱م کې دامریکایي ځواکونو په مټ داسامه بن لادن وژنې که چرته دپاکستان داستخباراتي ادارو په فعالیت اؤ پاکستان کې دهغه په موجودیت پوښتنې راولاړې کړي نو هلته تر ننه پاکستان ددې پېښې دبدو اغېزو څخه خوندي نه دی پاتې .

دالقاعده مشر اسامه بن لادن دشپې په مهال امریکایي ځواکونو دیو ځانګړي اپریشن په ترڅ کې په ایبټ اباد کې دپاکستان د تر ټولو سترې پوځي اکیډمۍ ترڅنګ دهغه دکور دننه وژلی ؤ چرته چې هغه د ډيرې مودې راهسې میشت ؤ.

څېنې څېړونکي په دې اند دي چې په دې پېښه نه یوازې دپاکستان دننه ناقراري لیدل شوې بلکې په بهر نړۍ کې ورسره هم دپاکستان حیثیت اؤ وقار ته زیان رسیدلی دی.

دپاکستان ددفاع پخوانی سکتر جنرال(ر)اصف یاسین وایي په دې کې هیڅ شک نشته چې پاکستان کې داسامه بن لادن موجودیت د هیواد داستخباراتي ادارو ناکامي وه.

هرڅو که پاکستان کې ځېنو ولسي اؤ سیاسي حلقو ایبټ‌اباد کې د اسامه وژنه دپاکستان دخپلواکۍ څخه ښکاره سرغړونه بللې وه خو بیا هم دپاکستان پوځي اؤ حکومتي مشران دترخو اؤ تندو پوښتنو لاندې راغلي .

په دې پېښه دعدالتي پلټنو دپاره دسپریم کورټ دپخواني جج جاوید اقبال په مشرۍ یو کمیشن هم جوړ کړل شوی ؤ خو ددغه کمیشن رپورټ تر ننه مخې ته نه دی راوړل شوی.

د وي او ای اردو څانګې د رپورټ له مخې دیادې پېښې نه وروسته دپاکستان دپارلیمان ګډه غونډه هم رابلل شوې وه چې پکې د امنیتي ادارو چارواکو دپارلیمان غړو ته دپېښې په اړوند احوال تیر کړی ؤ.

ځېنې داسې اطلاعات هم مخې ته راغلي وؤ چې ددغه غونډې په مهال دهیواد د امنیتي ادارو چارواکي دپارلیمان دغړو لخوا د سختو پوښتنو لاندې راغلي وؤ.

دپاکستان ددفاع پخوانی سکتر جنرال(ر)اصف یاسین په دویمه مئ د رامنځته شوې دې پېښې په یادؤلو سره وایي په هغه ورځ دټول قام مورال په ښکته تللی ؤ اؤ ښکاره خبره ده چې دپوځ دننه هم په دې پېښه مایوسي لېدل کیده.

وي او ای اردو څانګې ته هغه ویلي په دې کې هیڅ شک نشته چې پاکستان کې داسامه بن لادن موجودیت د استخباراتي ادارو ناکامي وه.

دجنرال یاسین په وینا داسامه بن لادن لټون دپاره دامریکا داستخباراتي شبکې سي ایي ای اؤ دپاکستاني خفیه ایجنسۍ ایي ایس ایي ترمنځ مرسته دنائن الیون دپېښې نه وروسته دوامداره وه.

هغه زیاتوي چې ددې پېښې له امله دترهګرۍ په ضد جګړه کې نړۍ دپاکستان دهڅو اؤ قربانیو څخه مخ ستون کړی ؤ اؤ امریکا سره یې هم اړېکې خړې شوې وې.

پخوانی ددفاع سکتر زیاتوي دپاکستان اؤ امریکا ترمنځ دپوځونو په کچه کال 2011م پورې ښې اړېکې وې خو ایبټ اباد له پېښې وروسته په سلاله چیک پوسټ دشوي برید له امله دپاکستان پوځ کې مایوسي سیوا شوه.

څېړونکي زاهد حسین وي او ای ته ویلي دبن لادن په ضد دیو اړخېزه عملیاتو له امله پاکستان خچل شوی ؤ اؤ دامریکا سره یې اړېکې هم اغېزمنې شوې وې.

هغه وایي دنائن الیون دپېښې وروسته يو یو شمیر معاملو دپاکستان اؤ امریکا ترمنځ دهمکاریو باوجود بې باوري لیدل کیده اؤ امریکا دترهګرۍ په ضد جګړه کې پاکستان نه دلا زیاتو ګامونو غوښتنه کوله.

هغه وایي داسامه له وژنې وروسته پاکستان ددې تورونو سره مخ شو چې دتندروه ډلو په ضد یې هیڅ رغنده ګامونه نه دي اخستي.

څېړونکي وایي داسامه له وژل کیدو اؤ القاعده ته دماتې ورکړل کیدو باوجود په پاکستان دنړیوالې ټولنې فشارونه راکم شوي نه دي.

دترهګرو دمالي سرچینو وچولو اؤ‌ دقانونه پیسو دلیږد دمخینوي نړیوالې ادارې ایف ای ټي ایف دکال 2018م راهسې دپاکستان نوم خړ فهرست ته اچولی اؤ ددغه فهرست نه د وتلو دپاره یې پاکستان ته یو شمیر شرطونه ایښي او ورسره یې په دې شرطونو دعمل کولو دپاره د روان کال جون میاشتې پورې مهلت هم ورکړی.

څېړونکی زاهد حسین وایي هرڅو که اوس پاکستان کې دداعش جرړې کمزورې شوې دي اؤ راتلونکې کې هم ددې ډلې دلته دمنظم کیدو احتمال ډیر نشته خو بیا هم دالقاعده نظریه اؤ سوچ د نورو تندوره ډلو اؤ تنظیمونو په شکل کې دپاکستان دننه موجود دی اؤ دې مفکورې سره مقابله د ریاست دپاره یو چیلنج دی.

جنرال یاسین بیا وایي دطالبانو امریکا سره دمذاکراتو میز ته په کښینولو پاکستان لس کاله وروسته امریکا سره په اړېکو ښه کولو کې بریالی شوی اؤ امریکا ته یې باور ورکړی چې خپله زمکه به د ترهګرۍ دمقصدونو دپاره کارؤل کیدو ته هیچاته ورنکړي

XS
SM
MD
LG