لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

بلاول: د اسټبلشمنټ د لاسوهنې پورې به انتخابات لانجمن وي


د پاکستان پيپلز ګوند مشر بلاول بټو زرداري ويلي که څومره قوانين جوړ شي چې څو پورې په انتخاباتو کې اسټبلشمنټ لاسوهنه کوي، انتخابات به لانجمن وي.

د پيپلز ګوند مشر دغه خبره پرون په درېمه مې په کراچۍ کې د خبري غونډې په مهال د انتخاباتو په نظام کې د اصلاحاتو د پوښتنې په ځواب کې کړې ده.

په لومړۍ مې وزيراعظم عمران خان ویلي وو د يو کال راهسې مخالفه ګوندونو ته لګیا دی چې مرسته ورسره وکړي او د انتخاباتو په موجوده نظام کې په اصلاح کې ورسره لاس وکړي.

عمران خان په ټويټر دغه خبره په داسې حال کې کړې چې په 29 اپرېل په کراچۍ کې د قامي اسمبلۍ په حلقه اېن ای 249 باندې ضمني ټاکنې شوې، د غېر ختمي او غېر سرکاري نتيجو ترمخه د پيپلز ګوند کانديد قادر خان مندوخېل دغه ټاکنې ګټلې وې.

خو په دغو ټاکنو هم د درغليو تورونه لګول شوي او د مسلم ليګ ن کانديد مفتاح اسماعیل بيا الېکشن کمېشن ته خواست کړی چې د اچول شوو رايو دې بيا شمېرنه وشي.

په پاکستان کې تل په انتخاباتو کې د درغليو دعوې او تورونه لګول کيږي.

د تحریک انصاف د حکومت پرضد جوړ تحریک (پاکستان ډېموکرېټک مومنټ، پي ډي اېم) چې اوس ترې پيپلز ګوند او عوامي نيشنل ګوند وتلي دي، په جلسو کې تل په پوځ او استخباراتي ادارو ټکونه شوي چې عمران خان د پوځ سلېکټډ يا خوښ کړی شوی وزيراعظم دی.

او د پاکستان پخواني وزیراعظم او د مسلم ليګ ن ډلې مشر نواز شريف د پي ډي اېم د کوټې جلسې ته د ويډيو لنک د لارې د پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه ته په مخاطب کولو سره ښکاره ويلي وو،

"جنرل باجوه ته به د 2018 په انتخاباتو کې د درغلیو، په پارليمان کې د سیاسي سوداګرۍ کولو، او د اولس د خوښې په ضد د عمران خان نیازي د وزیراعظم جوړولو جواب ورکوې".

خو د پاکستان د پوځ ویاند مېجر جنرل بابر افتخار د جنورۍ په مياشت کې په يوه خبري غونډه ويلي وو، "په پوځ تورونه لګول ښه خبره نه ده پوځ په سياست کې لاسوهنه نه کوي بايد پوځ په سياسي ماملاتو کې رانه کښل شي".

نواز شريف د ګل په ماښام په ټويټر ویلي،

"مسله د انتخابي اصلاحاتو نه ده، ووټ د عزت ورکولو ده. ټول پوهه دي چې د دې عزت د پښو لاندې کوونکي او د ولس د ووټ غلا کوونکي څوک دي. که دا مسله هواره نه کړی شوه نو برقي مشينان به هم ار ټي اېس شي. په انتخاباتو کې ګټه په بايلاد، او د بايلاد په ګټه بدلولو لار به نيول وي".

XS
SM
MD
LG