لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

جنرل باجوه د عمران خان د تګ نه وړاندې د سعودي عرب سفر کړی


د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه سعودي عرب ته په سرکاري دوره رسېدلی دی، ويل کيږي د دې اوونۍ په وروستيو کې وزيراعظم عمران خان هم د سعودي عرب سفر کوي.

د پاکستان سرکاري خبري ادارې (اې پي پي) د جنرل باجوه د سعودي عرب د سفر خبر په څلورمه مې ورکړی دی.

په خبرو کې دومره ويل شوي چې نوموړی به د سعودي عرب د پوځي او غېر پوځي مشرانو سره وويني.

خو د پاکستان د ځايي ميډیا ترمخه خيال کيږي چې د جنرل باجوه د سعودي عرب د سفر هدف د عمران خان د سفر تیاری دی او د پاکستان د وزيراعظم د سعودي عرب د سفر څخه هيله کیږي چې عرب هېواد د پاکستان مرستو په ځای کولو ته بيا کتنه وکړي.

له دې وړاندې د پاکستان د پوځ مشر تير کال د اګست په مياشت کې د سعودي عرب سفر کړی وو.

د پاکستان د پوځ مشر د سعودي عرب دغه سفر په داسې وخت کې کړی وو چې د پاکستان او سعودي عرب اړيکې ترينګلې شوې وې.

پاکستان د سعودي عرب نه غوښتي وو چې د کشمیر په مسله د اسلامي هېوادونو د همکارۍ تنظیم (او ايي سي) غونډه راوبلي او سعودي عرب د پاکستان دغه غوښتنه رد کړې وه.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي بيا ويلي وو، که سعودي عرب ملاتړ کوي او که نه، خو وخت راغلی چې پاکستان د کشمير په مسله مخکې تګ وکړي او که او ايي سي غونډه نه راغواړي پاکستان به ګوري چې د ياد تنظيم غړی پاتې شي او که نه.

له دغې وروسته سعودي عرب د پاکستان نه خپل درې اربه ډالره بيرته اخستي وو، او دغه پېسې چين پاکستان ته ورکړې وې.

دا تازه پرمختګ په داسې وخت کې کيږي چې د مارچ په مياشت کې د عمران خان او سعودي وليعهد شهزاده سلمان ترمنځ په ټيليفون خبرې شوي دي.

راپورونه وايي امريکا د سعودي عرب په اړه خپلې سټراټيجۍ ته بيا کتنه کوي او د سيمې په اړه د نوو پرمختګونو ویل کيږي.

په 29 اپرېل د پاکستان وزيراعظم د سعودي عرب لخوا د ايران سره د سولې د ګام هرکلی کړی وو.

XS
SM
MD
LG