لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

فواد چوهدري: مرکزي کابينې بهر مېشتو پاکستانيانو ته د ووټ اچولو منظوري ورکړه


واشنګټن ـــ د پاکستان د اطلاعاتو وزير فواد چوهدري مېډیا ته ويلي حکومت يې پرېکړه کړې چې په بهر کې اوسېدونکو پاکستانيانو ته د بهر نه د ووټ اچولو د حق موقع ورکړل شي.

د ډيلي ټاېمز د رپورټ د مخه فواد چوهدري ويلي د شورو- چهارشنبې په ورځ کابينې دوه مهمې پرېکړې کړي چې يو په ملک کې د پاکو انتخاباتو کولو او بل د بهر ميشتو پاکستانيانو د ووټ اچولو د اسانتيا جوړولو د پاره پارلمان ته قانون راوړي.

خو ښاغلی چوهدري وايي په قانون سازۍ کې ورسره پاکستان مسلم ليګ ن او پاکستان پيپلز پارټي ملګرتيا نه کوي او نه غواړي چې بهرنيو پاکستانيانو ته دې د ووټ حق ورکړل شي.

څېړونکي وايي د عمران خان د تحريک انصاف ګوند يوه مهمه مالي برخه د بهر ميشتو پاکستانيانو نه راځي او زيات تره ياد پاکستانيان د عمران خان پلويان ګڼل کيږي.

د تحريک انصاف ګوند د بهر نه د مالي مرستو په سر په پاکستان کې مقدمې هم راپورته شوي خو د پلټنو په اړه يې لا کوم عدالتي ګام نه دی پورته شوی.

پاکستان چې د اقتصادي ستونزو سره مخ دی ورته د شمېرو تر مخه د زرمبادله په توګه خوا و شا22 اربه ‌‌‌‌‌‌ډالر هر کال حاصليږي.

د فواد چوهدري د دې وينا چې اپوزيشن په انتخابي نظام کې اصلاحات نه غواړي په سوشل مېډیا د پيپلز ګوند د مشر بلاول بټو زرداري غبرګون هم خور شوی چې ويلي يې دي په انتخابي نظام کې داسې اصلاحات غواړي چې څنګه په دې عمل کې د اېسټيبلېشمنټ لاسوهنه ودروي.

فواد چوهدري ويلي بهر مېشتو پاکسانيانو نه به د ميراث د کاغذونو اړولو لاسليک کولو ته نور څوک پاکستان ته نه راځي او وايي په 24 سفارتونو کې يې د دې د پاره څانګې خلاصې کړي دي.

ښاغلی چوهدري وايي د يادو اصلاحاتو د څېړلو د پاره به د مدني ټولنې، صحافيانو او بار کونسلز سره رابطې کوي چې داسې څه قسمه اصلاحات وشي چې په ملک کې پاک انتخابونه يقيني کړي.

XS
SM
MD
LG