لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

هند کې په یوه ورځ تر څلورو لکو زیاتې دکرونا وایرس پېښې مخې ته راغلي


دهندي میډیا له مخې هند کې په کرونا وایرس دیو شواروز دننه نزدې څلور زره کسان مړه شوي اؤ څلور لکه اؤ 12 زره نورو کسانو ته هم دا وایرس ورپورې شوی دی.

شمیرې ښایي چې تر دې دمه هند کې په کرونا وایرس داخته شوؤ کسانو شمیره دوه کروړه اؤ 10لکو نه اوښتې ده.

دمیډیا رپورټونه څرګندوي چې دهند مهاراسټرا ریاست تر ټولو زیات کرونا وایرس ځپلی دی اؤ په تېرو څلیریشتو ساعتو کې دغلته په یاد وایرس 920 کسان مړه شوي دي.

همدا شان په اتر پردیش ریاست کې هم د یو شواروز دننه د 353 کسانو مړینې ریکارډ شوي دي

دمیډیا رپورټونه وایي تیره ورځ دهند دبهرنیو چارو پخوانی وزیر اجیت سنګهـ هم په کرونا وایرس مړ شوی دی.

دوه اتیا کلن اجیت سنګهـ څو ورځې وړاندې په کرونا وایرس اخته شوی ؤ اؤ یو هسپتال کې یې درملنه روانه وه.

په نړۍ کې د کرونا څخه اغیزمنو شوؤ هیوادونو کې هند هغه یوازینی هیواد دی چې په 30م اپریل پکې په یوه ورځ د کرونا وایرس څلورو لکو نه زیاتې پېښې مخې ته راغلې وې اؤ اوس یو ځل بیا په ریکارډ توګه زیاتې پېښې اؤ مړینې مخې ته راغلي دي.

دهند کوم پینځه ریاستونه چې کرونا وایرس زیات ځپلي هغې کې مهاراسټرا ،کرناټکا،کیرالا،اترپردیش اؤ تامل ناډو شامل دي.

په هند کې دا مهال دکرونا دفعالو پېښو شمیره 35لکه اؤ 66 زرو څخه زیاته ښودل کیږي.

په دغه هیواد کې خلکو ته د کرونا ضد ویکسین ورکولو لړۍ هم دوامداره ده اؤ تر اوسه 16 کروړه اؤ 25 لکو نه زیاتو کسانو ته دا ویکسین ورکړل شوي دي

XS
SM
MD
LG