په افغانستان کې وروستی پاته 59 کلن یهود زبولان سیمنتوو وایي، که وسلوال طالبان بیا افغانستان ته ور ستانه شي نو دی به هم خپل هېواد پرېږدي او اسرایلو ته به کډه شي ځکه چې وایي د طالبانو له راتګ سره به خپله مذهبي ازادي وبایلي.
زبولان وایي کېدای شي د روان کال تر پایه افغانستان پرېږدي، نوموړی وایي نه یواځې دی بلکې د افغانستان نور مذهبي اقلیتونه هم د ناامنۍ له کبله د هېواد پرېښوولو ته اړ دي. د وي او اې اشنا څانګې خبریال رحیم ګل څاروان پرې دغه رپوټ جوړ کړی: