لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا: افغان ځواکونه طالبانو ته د جواب وړتیا لري. نېټو: له افغان ځواکونو سره مرستې نه ختموو


واشنګټن ـــ د امریکې د دفاع وزارت چارواکو هیله څرګنده کړې چې افغان حکومت د طالبانو وروستیو بریدونو ته د جواب ویلو پوره توان لري، وایي له دې هېواده د بهرنیو ځواکونو د وتلو چارې له پلان سره سمې روانې دي او دا کومه د حیرانۍ خبره نه ده. د نېټو مشر ویلي، له خپلو متحدینو سره پر دې غور کوي چې د ځواکونو د ایستلو تر اعلان وروسته څنګه له افغانستان سره په نوي باب کې مرسته وکړي.

د امریکې د دفاع وزیر لایډ آسټن او د ګډو ځواکونو مشر جنرل مارک میلې د اپرېل پر شپږمه په پېنټاګانو کې یوې ګډې خبري غونډې ته د افغانستان د روانو حالاتو په اړه خبرې وکړې.

جنرل مارک میلې وویل افغان ځواکونه اوس پخپله د وسلوالو په وړاندې د جګړې مشري کوي. وایي دی په شخصي توګه په افغانستان کې د خپلې دندې په مهال د دې شاید اوسېدل چې هغوی د جنګېدو بشپړه وړتیا لري، خو وایي امریکایي ځواکونه هم ورسره مرسته کوي.

جنرل مارک میلې وویل "د یو مسلکي او پېشه ور پوځي په توګه زه فکر کوم دا نه شي ویل کېدای چې ګواکې طالبان به بریالي شي او د کابل حکومت به ړنګ شي".

د امریکې د دفاع وزیر لایډ آسټن هم د افغان ځواکونو پر وړتیا باور او ډاډ څرګند کړ او ویې ویل "موږ د دې یو مثال وړاندې کولای شو، د هلمند په لښکرګاه کې افغان ځواکونه په ډېره ښه توګه د بریدونو مخه نیسي".

ښاغلي آسټن وویل "موږ هیله من ی چې افغان امنیتي ځواکونه به خپل کردار په ښه توګه تر سره کړي او د طالبانو مخه به ونیسي".

د امریکا اعلی پوځي او دفاعي چارواکو دا خبرې په داسې وخت کې کړې دي چې په افغانستان کې طالبانو له څو ورځو راهیسې په بېلابېلو ولایتونو کې بریدونه زیات کړي دي.

د امریکا د پوځ د ګډو ځواکونو مشر جنرل مارک میلې پر مخ وویل چې له افغان هوایي ځواکونو سره د لاجسټک په برخه کې مرستو ته دوام ورکول یو د ارزښت وړ امتحان دی او وایي دا ستونځه باید حل شي، وایي هڅه یې دا ده چې د افغان هوایي ځواک بشپړ ملاتړ وکړي.

بل لور ته د نېټو عمومي مشر ین سټولټنبرګ وایي، له خپلو متحدینو سره پر دې غور کوي چې د ځواکونو د ایستلو تر اعلان وروسته څنګه له افغانستان سره په نوي باب کې مرسته وکړي.

د یورپي اتحاد د دفاع وزیرانو غونډې ته د پنجشنبې- زیارت په ورځ د وینا په وخت ین سټولټنبرګ وویل په افغانستان کې د نېټو تړون د روزنې چارې پای ته رسېږي خو وایي ددې معنا دا نه ده چې له دې هېواد سره به خپلې اړیکې هم ختموي:

"زموږ د ځواکونو د را وتلو کار روان دی، پر نېټو ځواکونو د طالبانو هر ډول حملې ته به کلک جواب ورکړل شي، د ځواکونو ایستل له افغانستان سره زموږ د همکارۍ د ختمېدل نه دي، دا یو نوی باب دی او موږ ګورو چې څنګه له افغان ځواکونو سره مالي او د روزنې په برخه کې مرسته وکړو".

امریکا دا مهال په افغانستان کې ۲۵۰۰ او نېټو اتحاد شاوخوا ۷۰۰۰ پوځیان لري، خو د دې تر څنګ د امریکې په ګډون د لوېدیځو هېوادونو زرګونه قراردادیان هم په افغانستان کې کارونه کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG