لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ډبلیو اچ او په نړۍ کې د کورونا د پېښو په زیاتېدو اندېښنه ښودلې


واشنګټن – په نړۍ کې په پرلپسې توګه په نهمه اونۍ هم د کورونا پېښې زیاتې شوې دي او همدارنګه د شپږو اونیو راهیسې له کورونا څخه مړینه هم زیاته شوې ده.‌

دغه خبره د روغتیا د نړیوالې ادارې مشر تېدروس ګبریاسس د زیارت یا پنجشنبې په ورځ کړې ده.‌

"په نړۍ کې په تېرو دوو اونیو کې د کورنا زیاتې پېښې رپوټ شوې دي چې د وبا د لومړنیو شپږ اونیو څخه هم زیاتې دي. په تېرو ګڼو اونیو کې د ډبلیو اچ په کاري سیمه کې هر هېواد ویلي دي، چې د کورونا پېښې او ورڅخه پکې زیاته شوې ده. اوس وخت ددې نه دی چې احتیاطي تدابیر پرېږدو حتی په هغو هېوادونو کې هم چې پکې د کورونا پېښې کمې شوې دي."

د هند د لاک ډاون لپاره فشارونه:

په هند کې د کورونا پېښې همداسې په زیاتېدو دي چې له امله یې لومړی وزیر نریندرا مودي باندې فشار راغلی چې په ټول هېواد کې لاک ډاون ولګوي تر څو وبا کنټرول کړي.‌

د هند د عامې روغتیا د بنسټ مشر سرېنېت ریدي اسوسېټېډ پریس ته وویل، "د هېواد په کچه یوې منظمې سټراتیژۍ ته اړتیا ده." هغه زیاته کړه،‌ د هند په ځینو ایالتونو کې چې لاک ډاون لګېدلی د کورنا په ماتولو کې کفایت نه کوی.

د هند د روغتیا وزارت د جمعې په ورځ وویل،‌ چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په دغه هېواد کې د کورونا ۴۱۴۱۸۸ نوې پېښې موندل شوي او ۳۹۱۵ کسان ترې مړه شوي دي.‌

چارواکي وايي، د کورونا ريښتینې مړینه ښايي تر دې هم زیاته وي.

د اسټرالیا لومړي وزیر سکاټ مورېسن د جمعې په ورځ وویل، په هند کې ایسارو اسټرالیانو ته اجازه ورکړل شوې چې د مې له ۱۵ نېټې څخه خپل هېواد ته ستانه شي خو هغو اسټرالیانو ته به خپل هېواد ته د ستنېدو اجازه نه ورکول کېږي د چا کورونا چې مثبت شوې وي.‌

د جان هاپکنز پوهنتون د جمعې په ورځ ویلي دي، چې کورونا تر اوسه پورې په نړۍ کې له ۳.۲ میلیونو څخه زیات کسان مړه کړي.

تر ټولو زیاته مړینه یې په امریکا کې رامنځ ته کړې چې ۵۸۰۰۰۰ ته رسېږي، ورپسې په برازیل کې پرې ۴۱۷۰۰۰ او په هند کې پرې تر اوسه پورې ۲۳۰۰۰۰ کسان مړه شوي‌ دي.

جان هاپکنز دا هم وايي،‌ چې په ټوله نړۍ کې پرې تر ۱۵۵.۶ میلیونو زیات کسان اخته شوي او له دې ډلې څخه په امریکا کې پرې ۳۲.۶ میلیونه، په هند کې ۲۱ میلیونه او په برازیل کې ۱۵ میلیونه کسان اخته شوي دي.‌

XS
SM
MD
LG