لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکا، چین او روس ډپلوماټانو د نړیوالې همکارۍ غوښتنه کړې


واشنګټن - د امریکا، چین او روسیې لوړ پوړو ډپلوماټانو د جمعې په ورځ د نړیوالې همکارۍ د ځواکمنتیا غوښتنه کړې چې د نړۍ د زیاتېدونکو چلنجونو په وړاندې ورته اړتیا ده.

د ملګروملتونو د امنیت شورا په دغې انلاین غونډه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلنکن، د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګې لاوروف او د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یې ګډون کړی وو.

وانګ ددې ګډې غونډې مشري کوله چې په دې میاشت کې د شورا مشري کوي.

که څه د دوی ترمنځ ستر توپیرونه موجود دي په ځآنګړې توګه د بشري حقونو او ډیموکراسۍ په اړه، خو درې واړو وویل، چې دوی تیار دي له ټولو هېوادونو سره مرسته وکړي چې نړیوالې چلنجونه حل کړي، چې په هغو کې د کورونا وبا، د موسم بدلون او د جګړو پای ته رسېدل او له اړینو خلکو سره د مرستې کول شامل دي.

بلنکن وویل، هېڅ هېواد، څومره هم چې ځواکمن وي نشي کولای شي چې چلنجونه په یواځې توګه حل کړي او همدا دلیل دی چې امریکا به له ټولو هېوادونو سره په ګډه د کورونا وبا د کنټرول، موسمي ناورین، د اټومي وسلو د مخنیوي، بشري مرستو او د شخړو د تنظیم په برخه کې کار وکړي.‌

هغه وویل،‌ مونږ ددې ستونزو د حل په برخه کې له هېواد سره کار وکړو حتی له هغو سره چې ستر توپیرونه هم لرو.‌

هغه زیاته کړه "په ورته وخت کې به مونږ په کلکه غبرګون وښیو کله چې مونږ ګورو هېوادونه نړیوال نظم زیانمنوي او له قوانینو څخه سرغړونه کوي.

بلینکن په ټولو هېوادونو غږ وکړ چې د ملګروملتونو د چارټر لاندې، د امنیت شورا د مسودو، نړیوالو قوانینو، د سوداګرۍ د نړیوالې ادارې او نورو نړیوالو ادارو سره خپلې کړو ژمنو باندې عمل وکړی.‌

بلنکن په دې خبرې ټینګار وکړ چې بشري حقونه او عزت باید د نړیوال نظم د مرکزي ټکي اصل په توګه پاتې شي.‌

هغه وویل، هغه حکومتونه چې ټینګار کوي چې د خپلو هېوادونو دننه چې دوی څه کوي دا دوی کار دی، دوی داسې سپین چک نه لري چې شکنجه وکړي، خلک بې درکه کړي او د خپلو خلکو نژادي ورکاوي وکړي او یا یې له بشري حقونو څخه تیری وکړي.

د بلنکن دا خبرې په ظاهره چین ته وي چېرې چې د چین حکومت د ایغور مسلمانانو پرضد ناوړه چلند کوی او هم په میانمار کې د روهینګیا د مسلمانانو په وړاندې روان تاوتریخوالی.‌

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG