لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان او سعودي د همکارۍ تړونونه لاسلیک کړي او ګډ رابطه کونسل یې جوړ کړی


واشنګټن ـــ سعودي عرب ته د پاکستان د پوځ د مشر او وزیراعظم د سفر په مهال دواړو هېوادونو تر خپل منځ د اړیکو د بیرته ښه کولو او د اقتصادي، تجارتي او په نورو برخو کې د همکارۍ تړونونه لاسلیک کړي دي.

وزیراعظم خان عمران خان د جمعې په ورځ په درې ورځني سفر سعودي ته ورسېد، چې پر جده هوایي ډګر یې شهزاده محمد بن سلمان پخپله تود هرکلی وکړ. د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاوید باجوه تر هغه څو ورځې مخکې له سعودي تللی وو.

پاکستاني چارواکي وایي پرون د شنبې- خالي په ورځ د دواړو د شهزاده محمد بن سلمان او د عمران خان په مشرۍ د دواړو هېوادونو د پلاویو تر منځ خبرې شوې دي، چې د پوځ مشر جنرل قمر جاوید باجوه هم پکې ګډون کړی دی.

وایي د خبرو په پای کې د دواړو هېوادونو مشرانو او مرکزي وزیرانو د اقتصاد، تجارت، د بجلۍ په برخه کې د سرمایه کارۍ او رسنیو په برخه کې د همکارۍ بېلابېلو یادداښتونه او تفاهمنامې لاسلیک کړې دي.

د دواړو هېوادونو مشرانو د موسمي بدلون او د نشه یي موادو د قاچاک په ضد او په سعودي عرب کې د پاکستاني وګړو د کارونو د زیاتولو تړونونه هم کړي دي.

د دې تر څنګ د پاکستان او سعودي تر منځ د لوړې کچه یو رابطه کونسل هم جوړ کړل شوی، چې مقصد یې د دواړو هېوادونو تر منځ د دوه اړخیزې همکارۍ په مهمو څانګو کې د بیړنیو پرېکړو او پر هغه د عمل کولو څارنه کول دي

وزیراعظم عمران خان هیله څرګنده کړې چې دغه اعلی رابطه کونسل به په هره کچه د دواړو هېوادونو په اړیکو ښه کولو کې مرستندوی ثابت شي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي چې د دې کونسل مشري به عمران خان شهزاده محمد بن سلمان په ګډه کوي.

د منځني ختیځ لپاره د عمران خان ځانګړي استازي او د پاکستان مشهوري دیني عالم طاهر محمود اشرفي خبریالانو ته ویلي چې د دواړو هېوادونو مشران به د اسلاموفوبیا، د فلسطین او کشمیر پر شخړو هم خبرې کوي.

که څه هم په ظاهر عمران خان او د پوځ مشر سعودي ته د دواړو هېوادونو تر منځ د سړو اړیکو د بیرته سمولو لپاره تللي، خو د پاکستان اقتصادي څېړونکي وایي چې عمران خان بیا له سعودي عرب څخه د نور پورې د اخیستلو لپاره تللی دی.

د یادونې وړ ده چې سعودي عرب په 2018م کال کې هم پاکستان ته درې اربه ډالره پور ورکړی وو.

XS
SM
MD
LG