لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پښتونخوا کې په کرونا 27 تنه مړه شوي، د ويکسين لګولو عمل هم روان دی


په پاکستان کې د سرکاري شميرو ترمخه په نهمه مې 24 ساعتونو کې ټول 78 کسان مړی شوي او په دغو کسانو کې يواځې په خېبرپښتونخوا کې 27 کسانو د کرونا له امله ژوند د لاسه ورکړی دی.

پاکستان کې تراوسه پورې د کرونا څخه ټول 18زره 993 کسان مړه شوي دي.

بل لور ته چارواکي وايي خلکو ته د ويکسينو لګولو عمل هم روان دی.

د خېبرپښتونخوا چارواکی وايي په صوبه کې په یوه ورځ کې 16790 کسانو ته د کرونا د مخنوي وېکسين لګول شوي د.

د کرونا د څار دسرکاري وېبپاڼې ترمخه په تيرشواروز کې د صوبې دننه د کرونا 642 مثبت پېښې ربورټ شوي دي. چې د صوبې په پینځه ښارونو مردان کې تر ټولو زیات 18.5 فیصده ، پښورکې 16.3 فیصده، نوښار کې 14.3 فیصده، سوات کې 10.1 فیصده او ایبټ اباد کې شرح 8.9 فیصده ریکارډ شوې ده.

په صوبه کې عام ولس ته کرونا ضد وېکسين لګولو لړۍ هم روانه ده او سرکاري شمېرې وايي تر اوسه د 300320 پورې کسانو ته د کرونا ضد د ویکسين د خوراک وړومبۍ ستنې لګول شوي دي. چې پکې 60316 د صحت کار کوونکي او 240004 عام شامل دي.

د سرکاری شمیرو تر مخه د کرونا ویکسین دویم خوراک هم 115176 کسانو ته لګول شوی چې پکې 38591 د صحت د روغتیاو او 76585 عام کسان شامل دي.

ډاکټران وایي که چرې په پشپړ ډول خلکو ته وېکسين کيږي نو ډېر زر به د سیمې نه کرونا وايرس خاتمه وشي.

په پاکستان کې د فرورۍ د څلورمې نېټې نه د کرونا ضد د ویکسین لګولو عمل بیل شوی او دا مهال د 40 کالو نه د زیات عمر خلکو تر څنګه ډاکټرانو او نورو طبي کارمندانو ته د کرونا ضد ویکسین لګول کیږي.

د ټانک ضلعې د صحت د څانګې مشر ډاکټر احسان الله بیټني وویل په وړومبو ورځو کې کموکسانو د کرونا مخنوي ویکسین خورک اخستل خوپه هند کې د کرونا وبا له امله چې کومې ویډیوز مخې ته راغلي دي اوس دلته هم د ویکسین لګولو کچه ورسره سیوا شوې ده.

هغه وویل د کرونا مخنيوی ویکسن نه لګولو تر شاه منفی خبرې او غلط معلومات خورول دي.

هغه زياته کړه د کرونا ویکسین ورسره په ډېر مقدار کې دي باید خلک له دې نه فایده واخلي چې د کرونا ناروغۍ نه ځان ساتنه وکړي.

د ټانک ضلعې مرکزي روغتون مشر ایم ایس ډاکټر عباس شیراني وویل کرونا تر اوسه کوم علاج نه لري او یواځې د بیمارۍ د نښو په بنیاد علاج ورکړل کیږي.

هغه وویل د کرونا نه د ځان ساتنې یواځينۍ لاره ویکسین لګول دي چې په سرکاري کچه ويړيا خلکو ته لګول کیږي.

په پاکستان کې چارواکي وايي د کرونا وبا درېمه څپه په تېزۍ سره خوريږي روانه ده.

طبی چارواکي وايی د کرونا خوریدو له عمله ورسره روغتنونو کې ناروغانو شمېر سېوا شوی دی او اندیښنه څرګندوي چې که د دې مخنيوی ونه شو دې سره به په هسپتالونو کې هم د ناروغانو لپاره ځای کم شي.

د روغتیایي چارو لپاره د وزير اعظم عمران خان ځانګړي معاون ډاکټر فیصل سلطان ويلي پاکستان کې د کرونا وېکسين جوړولو پلانټ هم چمتو دی او دا به د روانې مې د میاشتې د اخرې پورې وېکسين جوړول پېل کړي.

هغه وايي ددې عمل په بشپړه کېدو سره به پاکستان هره میاشت د 30 لکه خوراکونو وېکسين جوړولو جوګه شي.

بلخوا پاکستان ته د بهرنیو هېوادونو نه هم د کرونا ضد وېکسين د راتګ لړۍ روانه ده او د کووېکس پروګرام لاندې درې ورځې وړاندې پاکستان ته د اېسټرا زېنېکا وېکسينو د 12 لکه خوراکونو لومړۍ ذخیره هم رارسېدلې ده.

خو طبي پوهان وایي د دې سره په دې خبره هم زور راوړل پکار دي چې خلک پوهه کړی شي او ويکسين ولګول شي.

XS
SM
MD
LG