لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د هند د کرونا وايرس د نړۍ دپاره د اندېښنې دي


د صحت نړيوالې ادارې (ډبليو اېچ او) ويلي، په هند کې چې د کرونا وایرس کوم ډول مخې ته راغلی هغه د نړۍ دپاره د اندېښنې دی.

د صحت د نړیوالې ادارې د کرونا په اړه د تکنيکي څانګې مشرې ماريه وېن کیرخوف ويلي، د هند د کرونا وايرس د نړۍ په کچه د اندېښنې دي، او داسې مالومات ترلاسه شوي چې خوريدل يې سېوا کيږي.

د شمېرو ترمخه په هند کې د کرونا پېښې کميږي خو بيا هم ډېرې دي.

د هند د صحت وزارت د ګل/دوشنبې په ورځ ویلي په ملک کې درې لکه 66زره 161 کسان په کرونا اخته شوي او 3754 ترې مړه شوي دي.

د امریکې د جان هوپکنز پوهنتون د شمېرو ترمخه په هند کې د کرونا 22اعشاريه شپږ ملينه پېښې مخې ته راغلي دي، په امریکا کې دغه شمېره 32اعشاریه اووه ملينه ده.

ویل کيږي په هند کې دا اندېښنه هم سېوا کيږي چې په کرونا وايرس اخته يا د دې ناروغۍ نه ښه شوي دي دغه کسان د څرمنې د مرض ښکار کېدی شي او د ځینې کسانو د سترګو د نظر ختمېدو سبب هم جوړېدی شي.

راپورونه وايي په هند کې چې د کرونا پېښې په زياته شمېره کې مخې ته راځي د مودي په حکومت فشار دی چې د نړۍ د ګڼې ابادۍ په ملک کې ټولبند په ځای کړي.

د طبي پوهانو په وېنا په هند کې چې په سرکاري کچه د کرونا څومره پېښې مخې ته راځي اصل شمېرې د دې نه هم سېوا دي.

راپورونه وايي په هند کې د کرونا د پېښو سره د ويکسينو لګولو عمل هم په تيزۍ سره روان دی او تراوسه پورې په هند کې د 17 کروړو نه زیاتو کسانو ته د کرونا ويکسين لګول شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG