لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په شمالي وزیرستان کې وړوکی اختر نمانځل کيږي، د اختر اعلانوونکو پرضد مقدمې هم درج شوي


شمالي وزيرستان اختر
شمالي وزيرستان اختر

د خېبرپښتونخوا په قبايلي ضلع شمالي وزيرستان کې نن وړوکی اختر نمانځل کيږي او د اختر د نمانځه غټې جمعې شوي دي.

په شمالي وزیرستان کې تيره شپه ځايي رويت هلال کمېټۍ نن د شورو په ورځ (12 مې) د وړوکي اختر کولو اعلان کړی وو چې دوی ته د وړوکي اختر د میاشتې شهادتونه ترلاسه شوي وو.

وروسته د ميرعلي په پوليس تاڼه کې د اختر اعلانوونکو پرضد مقدمه درج شوې چې پکې ويل شوي اعلان کوونکو ملانو د روژې د ارډيننس سرغړونه کړې ده.

د ميرعلي پوليس تاڼې (اېس اېچ او) دوست ايوب وايي، پرون شپه ورته خبر ترلاسه شوی چې په جومات کې د اختر اعلان شوی او خلک د روژې نه منع کړی شوي دي.

هغه وويل په مقدمه کې چې د کومو کسانو نومونه ليکل شوي پرضد یې چاپې روانې دي خو نيول شوي لا نه دي.

د وړوکي اختر د اعلانوونکو پرضد يوه مقدمه په ميرعلي او بله په میرانشا کې درج کړی شوې ده.

د شمالي وزيرستان د حېدرخېل سره تعلق لرونکی مصور داوړ وايي، بېګاه شپه د دوی د کلي په جومات کې د اختر د میاشتې ليدو شهادتونه ترلاسه شوي او بيا علماو په شريکه د اختر کولو اعلان کړی وو او نن په حېدر خېلو کې اختر دی.

هغه وويل د حېدر خېلو په غټ جومات کې د وړوکي اختر نمونځ وشو د نزدې او لرې علاقو نه خلک راغلي او خلک اختر نمانځي.

د شمالي وزيرستان د دوسلي علاقې سره تعلق لرونکي سلطان وزير وويل بېګا د دوی په علاقه کې هم د اختر اعلان شوی او بيا د اختر خوشالۍ شورو شوي او نن اختر نمانځل کيږي.

هغه وویل په علاقه کې مشران او ځوانان په مذهبي او خپله کلتوري طريقه لګيا دي اختر کوي.

د درپه خېل عيدګاه جومات کې د شمالي وزيرستان نه د قومي اسمبلۍ غړي محسن داوړ هم د وړوکي اختر نمونځ کړی دی.

خو د سيمې نه د ترلاسه شوو خبرونو ترمخه د شمالي وزيرستان په شوه تحصيل کې او نور ځای په ځای کمو خلکو اختر نه دی کړی نور په ټول شمالي وزیرستان کې وړوکی اختر نمانځل کيږي.

ويل شوي د شمالي وزيرستان سره په پوله په جنوبي وزيرستان او نورو علاقو کې بيا اختر نشته.

په شمالي وزیرستان کې اختر په داسې حال کې نمانځل کيږي چې د پاکستان مرکزي رويت هلال کميټي نن د شوور په ورځ د وړوکي اختر د میاشتې ليدو ته کښېني.

دغه ډول په پېښور کې هم مفتي شهاب الدين پوپلزي په قاسم علي جومات کې نن د میاشتې ليدو دپاره د غونډې کولو اعلان کړی دی.

په پاکستان کې اکثره وړوکی اختر په يوه ورځ نه نمانځل کيږي.

د مرکزي رويت هلال کمېټۍ مشر مولانا عبدالخبير ازاد ویلي دوی د هر مکتبه فکر طبقې د علماو سره په رابطه کې دي او هڅه کوي چې په ملک کې اختر په يوه ورځ وشي.

په سعودي عرب کې هم سبا د زيارت په ورځ د وړوکي اختر د نمانځلو اعلان شوی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG