لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په پاکستان کې سبا د مئ په 13مه د کوچني اختر لومړۍ ورځ اعلان شوه


واشنګټن ـــ د پاکستان د میاشتې لیدلو سرکاري مرکزي کمېټۍ رویتِ هلال د هېواد له ټولو صوبو څخه تر شهادتونو تر لاسه کولو وروسته اعلان وکړ، چې سبا د مئ پر 13مه به د کوچني اختر لومړۍ ورځ وي.

د اختر اعلان د پاکستان په وخت شاوخوا یوولس نیمې بجې وروسته له هغه وشو، چې د رویتِ هلال کمېټۍ غونډې شاوخوا څلور ګنټې د میاشتې لیدو تر لاسه کړي شهادتونه و ارزول او وروسته یې اعلان وکړ.

د رویتِ هلال کمېټۍ مشر مولانا عبدالخبیر ازاد د اختر د اعلان په وخت رسنیو ته وویل، شهادتونه یې له چمن، کلاسیف الله، پېښور او د سیند په ګډون د ملک له نورو برخو تر لاسه کړل او د هغوی په بنیاد یې په ګډه سبا د اختر کولو پرېکړه وکړه.

د پېښور د تاریخي قاسم علي خان جومات مشر مفتي شهاب الدین پوپلزي تر دې مخکې لا د صوبې له بېلابېلو برخو د 23 شهادتو له تر لاسه کولو وروسته اعلان کړی وو چې په صوبه کې سبا د کوچني اختر لومړۍ ورځ وي.

د یادونې وړ ده چې په شمال وزیرستان کې ځایي رویتِ هلال کمېټۍ پرون د میاشتې لیدلو اعلان کړی وو او نن د اپرېل پر 12مه هلته د کوچني اختر لومړۍ ورځ ولمانځل شوه.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG