لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان هم دا ځل کوچنی اختر له افغانستان او سعودي سره یو ځای لمانځي


واشنګټن ـــ د پاکستان د میاشتې لیدلو سرکاري مرکزي رویتِ هلال کمېټۍ د هېواد له ټولو صوبو څخه تر شهادتونو تر لاسه کولو وروسته اعلان وکړ، چې نن به په ټول هېواد کې د کوچني اختر لومړۍ ورځ وي.

د پاکستان د میاشتې لیدلو سرکاري کمېټۍ په داسې وخت کې د اختر اعلان وکړ، چې د اطلاعاتو مرکزي وزیر فواد چودري تر هغه دوې ګنټې مخکې پر خپل ټویټر لیکلي وو، چې په پاکستان کې نن میاشت نه شي لیدل کېدای. فواد چودري لیکلي وو:

"په درواغو ویلو سره دا سپېڅلې میاشت پای ته رسول د کوم ځای عقلمندي ده، سم ووایئ چې موږ اختر له افغانستان او سعودي سره لمانځو".

د اختر اعلان بېګا شپه د پاکستان په وخت شاوخوا یوولس نیمې بجې وروسته له هغه وشو، چې د رویتِ هلال کمېټۍ غونډې شاوخوا څلور ګنټې د میاشتې لیدو تر لاسه کړي شهادتونه و ارزول او وروسته سره پرې سلا شول.

د رویتِ هلال کمېټۍ مشر مولانا عبدالخبیر ازاد د اختر د اعلان په وخت رسنیو ته وویل، شهادتونه یې له چمن، کلاسیف الله، پېښور، پسني، میرپورخاص او د سیند په ګډون د ملک له نورو برخو تر لاسه کړل او د هغوی په بنیاد یې په ګډه د اختر کولو پرېکړه وکړه.

مولانا عبدالخبیر ازاد دا خبره وستایله چې وایي ټول پاکستان دا ځل په یوه ورځ د اختر پر لمانځلو سره همږغی شو. نوموړي پر خلکو ږغ وکړ چې د کورونا وایرس له کبله د اختر له دودیزې او روایتي لمانځنې ډډه وکړي:

"زموږ حکومت چې کوم احتیاطي تدابیر اعلان کړي پر هغه عمل وکړئ، د اختر مبارکي د غېږې او لاس پر ځای یوه بل ته په سلام او په سینه د لاس په ایښوولو سره وکړئ، ماسک په مخ کړئ او ټولنیزه فاصله تر خپل منځ وساتئ".

د پېښور د تاریخي قاسم علي خان جومات مشر مفتي شهاب الدین پوپلزي تر دې څه باندې دوه ګنټې مخکې لا د صوبې له بېلابېلو برخو د 23 شهادتو له تر لاسه کولو وروسته په ټوله صوبه کې د نن ورځې لپاره د اختر اعلان کړی وو. مفتي شهاب الدین پوپلزي د اعلان په وخت رسنیو ته ویلي وو:

"د شریعت مسئله دا ده چې کوم عالمان شهادتونه تر لاسه کړي هغه به فیصله کوي،‌ په دې غونډه کې په ګډه پرېکړه وشوه چې نن د پنجشنبې- زیارت په ورځ به د شوال د میاشتې لومړۍ ورځ او کوچنی اختر وي".

د پېښور د قاسم علي خان جومات غیرسرکاري کمېټۍ تل د میاشتې لیدلو پر سرکاري مرکزي کمېټۍ اعتراضونه کوي او وایي د دوی شهادتونه نه مني.‌ د قاسم علي خان جومات د کمېټۍ ویاند عابد کمال مشال رېډیو ته ویلي:

"زموږ او د حکومتي کمېټۍ اختلاف هله راغلی چې کله د یو حکم د رویت په حواله هغوی د سنت خلاف شوي دي. ګوره دوې میاشتې مخکې په پښتونخوا کې پوره وریځ وه دوی میاشت ولیده فیصله یې وکړه موږ ورسره ومنله خو په پښتونخوا کې چې سل کسانو میاشت لیدلې نو په پنجاب یا مرکزي کمېټۍ کې ویل شوي چې موږ د دوی شهادتونه نه قبلوو".

بل لور ته په شمال وزیرستان کې بیا ځایي رویتِ هلال کمېټۍ وړمه شپه د میاشتې لیدلو اعلان کړی وو او پرون د اپرېل پر 12مه هلته د کوچني اختر لومړۍ ورځ ولمانځل شوه.

خو د شمالي وزیرستان د مرکز میرانشا او میرعلي پولیسو پرون د هغو خلکو په ضد په دې تور مقدمه درج کړې چې وایي د روژې په وروستۍ ورځ یې په غیررسمي توګه په سیمه کې اختر کړی وو.

په پاکستان کې کوچنی اختر بیا په داسې وخت کې لمانځل کېږي چې په دې هېواد او څنګلوري هند کې لا د کورونا وایرس په ډېره تېزۍ سره خپرېږي. د پاکستان مرکزي حکومت خلکو ته امر کړی چې اختر په سادګۍ ولمانځي او د کورونا وایرس د لا خپرېدو مخه ونیسي.

د یادونې وړ ده چې له ډېرو کلونو وروسته پاکستان هم نن په رسمي توګه له سعودي عربستان، افغانستان او ډېرو نورو اسلامي هېوادونو سره په یوه ورځ د کوچني اختر لومړۍ ورځ لمانځي خو په دې توپیر سره چې په پاکستان کې 29 او په نورو ذکر شویو هېوادونو کې 30 روژې ونیول شوې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG