لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

جنرل باجوه: پاکستان په اخلاص سره د افغان سولې د پروسې ملاتړ کوي


د پاکستان د پوځ مشر ویلي، پاکستان په اخلاص سره د افغانستان د سولې د پروسې ملاتړ کوي، نوموړي دغه خبره په پاکستان کې د امريکا قايم مقام سفيري سره په ليدنه کې کړې ده.

د پاکستان سرکاري ميډيا ويلي، جنرل قمر جاوېد باجوه د شورو/ چهارشنبې په ورځ (12 مې) په پاکستان کې د امریکا قايم مقام سفیري (شارژدافیر) اينجيلا پي ايګلر سره لیدلي دي.

جنرل باجوه ويلي باثباته او سوله ييز افغانستان د سيمې او په ځانګړي ډول د پاکستان په ګټه دی.

ويل شوي په ليدنه کې په دوه اړخيزه اړيکو، د سیمي په امنيت، د کرونا پرضد مبارزه او د افغانستان د سولې د خبرو په تازه پرمختګونو خبرې اترې شوي دي.

دغه ليدنه په داسې حال کې شوې چې جنرل باجوه په لسمه مې د کابل سفر کړی او د افغان ولسمشر اشرف غني سره یې ليدلي وو.

د جنرل باجوه د اشرف غني سره د کتنې په اړه ارګ په خپله وېب پاڼه ويلي وو چې افغان صدر " په ټینګار وویل، د سولې په ټینګښت کې د سیمه ییزو هیوادونو په ځانګړي ډول د پاکستان رول او پر طالبانو د دغه هیواد اغېز ډېر مهم دی او دواړه ګاونډي هیوادونه له متقابل درناوي، ښه ګاونډیتوب او اقتصادي همکارۍ پرته بله لار نه لري."

ارګ ويلي وو "جمهوررئیس غني د دواړو هیوادونو ثبات د یوه بل مرتبط وباله او په افغانستان کې د عادلانه او تلپاتې سولې د تامین په برخه کې یې د پاکستان د موثر رول غوښتنه وکړه."

او د پاکستان د پوځ د مطبوعاتو څانګې ويلي وو جنرل باجوه د اشرف غني سره د افغان امن په لړ کې په ورستيو پرمختګونو، د امنیت او دفاع په برخو کې په دوه اړخیزه همکارۍ او د دواړو ملکونو د پولې په ښه ډول انتظام په موضوعاتو خبرې کړي او ويلي يې وو چې پاکستان به همیشه د افغانانو په مشرۍ او ملکیت کې د افغان امن د کوششونو ملاتړ کوي.

د اشرف غني سره د جنرل باجوه په ملاقات کې د برتانيي د پوځ مشر سر نېکولس پېټرېک کارټر هم ناست وو.

XS
SM
MD
LG