لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چین څه ډول په بهرنیو رسنیو کې له وبا نه په استفادې د خپل انځور په جوړولو کې کار اخیستی؟


واشنګټن – د کورونا وایرس په لومړیو کې چین هڅه کوله چې د وایرس د خپرېدو په اړه د راپورونو مخه ونیسي او هغه خبریالان به یې نیول چا به چې په دې اړه خبرې کولې.

خو څو میاشتې وروسته چې وبا کورنۍ وځپلې او اقتصادي‌ اغیز یې په ټوله نړۍ پرېوته پېکنګ هڅه وکړه د بهرنیو رسنیو له لیارې خپله عامه انځور بېرته جوړ کړي.

دا هغه خبرې دي چې د شورو یا چهارشنبې په ورځ د انټرنېشنل فېډرېشن اف جورنېسټس لخوا په یو راپور کې خپرې شوې دي.

په پنځوسو هېوادونو کې د خبریالانو د ۵۴ ټولنو له یوې سروې څخه ښکاري چې په رسنیو کې یې د چین ښکاره حضور شتون لري چې له ۶۴ څخه تر ۷۶ فیصدو پورې رسېږي.‌

په راپور کې دا هم راغلي دي، په هغو هېوادونو کې چې چین یې سیمیزو مطبوعاتو ته روزونه ورکړې د پېکنګ په اړه خبري پوښښ ورته ډېر د خوښې کار وه.

د آی اف جې مرستیال مشر جیرمي ډیر امریکا غږ ته ویلي، "د کورونا وایرس کېسې په تېرو ۱۲ میاشتو کې په بریالیتوب سره له چین سره مرسته کړې چې په ګڼو هېوادونو کې د چین لا مثبت انځور جوړ کړي."

په سروې کې له خبریالانو څخه غوښتل شوي وو چې په رسنیو کې د چین اغیزې ته له یو څخه تر لسو پورې نمرې ورکړي. د ګډونوالو له ځوابونو ښکاري چې په اروپا کې یې ۶.۳ نمرې اخېستي او په شمالي امریکا کې ۳.۵.

د پېکنګ اغیز ته په افریقا کې تر ټولو په مثبته سترګه کتل کېږي چې د سروې ګډونوالو یې ګټور بللی او ویلي یي دي چې ټول هغه څه چې چین یې راپور ورکوي د دوی په رسنیو کې شتون لري.

ډیر وویل، چین ډېره زیاته هڅه کوي او پرې زیاتې سرچینې لګوي تر څو په رسنیو کې خپل انځور سم وښايي چې په دې کې د سفیرانو او ډپلوماټانو لخوا د فشار په کارولو او د رسنیو لپاره د روزنیزو پروګرامونو د برابرولو له لیارې هم دغه هدف ته ځان رسوي او مامورینو ته غوره قراردادونه هم ورکوي.

بل پلو د وبا له وجهې په رسنیو کې د اعلاناتو د کمېدو له امله دا ستونزه نوره هم زیاته شوې ده.

په ورته وخت کې پېکنګ هڅه کړې چې د چین دننه بهرنۍ رسنۍ محدودې کړي، ژورنالستانو ته ویزې رد کړي او له هېواده یې وباسي.

دغه ګامونه د امریکا لخوا د پنځو چینايي رسنیو په کارکونکو باندې د ویزو د محدودیت په غبرګون کې هم شوي چې په هغو کې د چین شینوا خبري ایجنسۍ هم شامله وه.

همدارنګه د برتانیې د مطبوعاتو د تنظیم ادارې یا افکام د چین نړیواله خبري شبکه سي جي ټي ان له خپرونو څخه منعه کړې وه او ویلي وو چې د لایسنس درلودونکی د یادې شبکې لپاره اېډېټوریل مسولیت نه لري.‌

ډیر وویل، چین له دې امله غواړي چې په نړیوالو رسنیو باندې خپل اغیز ولري چې ددغه هېواد د زیاتېدونکي سیاسي او اقتصادي ځواک ملاتړ پرې وکړي.

خو د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند هوا چونینګ د مې په یولسمه نېټه خبرو کې له خپلو رسنیو کې څخه دفاع کړې ده او ویلي یې دي چې د نړۍ د دوهم ستر اقتصادي هېواد په توګه دا حق لري چې په نړیوالو رسنیو کې خپل ځای ولري.

هغه زیاته کړه، "امریکا په چین باندې د مطبوعاتو د ازادۍ تر نامه لاندې د غلطو معلوماتو له مخې بریدونه وکړل خو چین هېڅکله په نورو هېوادونو باندې داسې بریدونه نه کوي."

هوا دا هم وویل،‌ چې امریکا هر کال ۳۰۰ میلیونه ډالره د دې لپاره ځانګړي‌ کړي چې د دوی په وینا د چین د کمیونېست ګوند د اغیز مخه پرې ونېسي.

د رسنیو کارپوهانو بیا ویلي چې د دولتي رسنیو لکه سي جي‌ ټي ان او د هغو ترمنځ چې د حکومت لخوا ورته پيسې ورکول کېږي توپیر دی لکه د برتانیې بي بي سي، د جرمني ډوچوېلې، امریکا غږ او ازادي راډیو ځکه په دې ټولو کې یو فایر وال موجود دی او هغه په دې معنی چې حکومتونه پکې د لاسوهنې حق نه لري.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG