لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په پاکستان کې هندي ډول کرونا وايرس نه دي مالوم شوي خو خطره يې موجوده ده


پاکستاني چارواکو ويلي، په هند کې چې د کرونا وایرس کوم نوی ډول مخې ته راغلی په پاکستان کې يې د خورېدو هیڅ شواهد نه دي ترلاسه شوي خو دغه خطره موجوده ده.

په پاکستان کې د کرونا وايرس ټاسک فورس مشر ډاکټر عطاالرحمان وي او اې ته ويلي په باور سره نه شي ويلي چې په هند کې د کرونا وايرس نوی ډول پاکستان ته نه دی راغلی ځکه چې تراوسه پورې جينياتي معاينې په محدوده کچه شوي دي.

نوموړي ویلي، په هند کې چې کوم وايرس مخې ته راغلي پاکستان ته د راتلو سخته خطره يې شتون لري ځکه چې دا نوي وايرس د سيمې او نړۍ په ځينو ملکونو کې د وړاندې نه خواره شوی دی.

د صحت نړيوالې ادارې هم ويلي، چې د نړۍ په ډېرو ملکونو کې دغه وايرس د وړاندې نه مخې ته راغلي کوم چې په هند کې مالوم شوي دي.

د صحت نړيوالې ادارې ویلي، د کرونا وايرس B-1-617 تر ټولو لومړی په اکتوبر کې په هند کې مالوم شوي وو او اوس د نړیوالې ادارې په شپږو واړو سيمو 44 هېوادونو کې د 4500 نه زياتو نمونو کې دغه وايرس مالوم شوي دي.

ډاکټر عطا الرحمان ویلي د هند څخه د دغه وايرس پاکستان ته راتلو د خطرې د مخنیوي په موخه پولې تړل شوي خو زياته کړې يې ده چې دغه خطره اوس هم په ځای ده ځکه چې د کرونا دغه ډول ډېر په تېزۍ سره خوريږي او که دا پاکستان ته راځي نو د پاکستان حالات به هم د هند څخه بدل نه وي.

په هند کې د کرونا وايرس څخه تراوسه پورې دوه کروړه 40 لکه 11زره 512 کسان په کرونا اخته شوي او دوه لکه 61 زره 973 ترې وژل شوي دي.

په هند کې په وروستيو کې د کرونا وبا په تيزۍ سره خورېدل پېل شوي او په وروستيو څو ورځو کې د ورځې په سر د څلور لکه پورې پېښې مخې ته راتلې او تر څلور زره پورې کسان پکې په يو شوا روز کې مړه شوي دي.

بل لور ته په پاکستان کې هم چارواکي وايي د کرونا وبا له امله تراوسه پورې 19زره 384 کسان مړه شوي دي.

پاکستاني چارواکي وايي په ملک کې د کرونا درېمه څپه روانه ده او په تيزۍ سره خوريږي، خو په ملک کې ورسره د کرونا ضد ويکسين لګول پېل شوي او دا وخت د وړوکي اختر په موقع په ملک کې ټولبند هم په ځای کړی شوی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG