لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور:حکومت ددلیپ کمار اؤ راجکپور دکورونو اخستو دپاره پېسې جارې کړې


دخیبر پښتونخوا حکومت پېښور کې دهند د وتلي فلمي ستوري دلیپ کمار دپلرني کور اؤ د راج کپور کورنۍ دحویلۍ په بیعه اخستو دپاره دپېښور انتظامیې ته د دوؤ کروړو نه زیاتې روپۍ سپارلي دي

حکومت غواړي چې دهندي فلمي ستورو دا دواړه کورونه د خپل واک لاندې راولي اؤ دیوې ملي ورثې یا پنګې بڼه ورکړي.

دپاکستان جیو ټي وي پخپل یو رپورټ کې ویلي چې ددغو دواړو کورونو اخستو دپاره دصوبې دلرغونو اثارو محکمې دپېښور ډپټي کمشنر ته دوه کروړه،۳۰لکه اؤ ۵۷زره روپۍ سپارلي دي.

دخیبر پښتونخوا دلرغونو اثارو اؤ میوزیمونو مشر یا ډایریکټر عبدالصمد وایي د اختر نه وروسته به د دلیپ کمار اؤ راجکپور کورونه حکومت حکومت خپله قبضه کې اخلي اؤ تر هغې وروسته به یې د بیا رغونې کار پیلولی شي.

دهندي فلمونو ستر هنرمند دليپ کمار چې خپل نوم یې یوسف خان دی په 11 دسمبر 1922ء کې دپيښور دقصه خوانۍ بازار ترڅنګ په محله خداداد کې دڅلور مرلو په يو وړوکي کور کې پيدا شوى ؤ او د8ؤ کالو په عمر دخپل پلار سره هندوستان ته تلى ؤ،

دهغه دغه پلرنی کور اوس هم په خداداد محله کې شته خو دنه پاملرنې له امله دپرتوتو په برید ولاړ دی اؤ حکومت د ډیرې مودې راهسې هڅې کوي چې دا کور د اوسنیو مالکانو نه په بیعه واخلي خو د ریټ یا نرخ پسر یې دحکومت اؤ مالکانو ترمنځ لانجه روانه ده.

هم دا شان کپور خاندان پسې تړلو دهندي فلم انډسټرۍ د وتلو ستورو راجکپور اؤ دهغه دکورنۍ دنورو غړو هم په پېښور کې یوه تاریخي وداني وجود لري خو دیوې پېړۍ نه اباده دغه حویلي هم دبې غورۍ له امله اوس دا دغورځیدو خطر سره مخ ده.

د دغه حویلۍ په هکله کېږي چې د هندي فلمونو د کپور خاندان مشر او فلمي ستوري راج کپور نیکه بشیس وارنت کپور دغه حویلي په کال ۱۹۲۲م کال کې جوړه کړې وه او بیا راج کپور هم په دغه کور کې په ۱۹۲۴م کال کې زیږېدلی و.

دهغه دپلار د وختو حویلي اوس هم دپېښور دکیسه خوانۍ بازار شاته په ډهکي منور شاه محله کې ودانه ده خو ددغه ځائ اوسیدونکي وایي چې اوس دا تاریخي حویلي دومره ورسته شوې اؤ‌ زړه شوې ده چې د غورځېدو په حال کې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG