لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکایي ځواکونو په کندهار کې خپل دویم لوی مرکز افغان ځواکونو ته سپارلی


واشنګټن ـــ امریکایي ځواکونو په کندهار کې د افغانستان په کچه خپل دویم لوی پوځي مرکز خالي کړی او ترې وتلي دي. ویل کېږي چې په دې مرکز کې یو وخت 30 زره امریکایي پوځیان مېشت وو.

په کندهار کې د افغانستان د پوځ ویاند یحیی علوي وایي "دوی [امریکایي] لا مرکز په بشپړه توګه موږ ته نه دی را سپارلی خو دا تاییدولای شم چې دوی د چارشنبې- شورو په ورځ لاړل".

بل لور ته د کندهار د هوایي ډګر مشر مسعود پښتون وایي چې امریکایي ځواکونو د خپل مرکز هر څه افغان ځواکونو ته سپارلي او تللي دي.

کندهار د افغانستان په جنوب کې یو له مهمو ولایتونو څخه دی چې د طالبانو د تحریک د پیلېدو مرکز هم دی او هغوی په تېرو شلو کلونو کې تل هڅه کړې چې دغه ولایت په خپل کنټرول کې واخلي.

په افغانستان کې د امریکایي او نېټو ځواکونو ویاند سوني لګیټ د پنجشنبې- زیارت په ورځ ویلي، افغان ځواکونو ته د کندهار هوایي اډه د افغان حکومت او د افغان ځواکونو د مشرانو په همږغۍ سپارل شوې ده.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند فواد امان هم پر ټویټر لیکلي چې امریکایي ځواکونو روانه اوونۍ په کندهار کې خپل مرکز افغان ملي پوځ ته سپارلی چې وایي له دې وروسته دوی ترې کار اخلي.

ښاغلي امان لیکلي "افغان ځواکونو ته د بهرنیو ځواکونو له خوا د کېمپونو او اډو د سپارلو چارې په کامیابۍ سره روانې دي".

له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو بهیر شاوخوا دوې اوونۍ مخکې پیل شوی چې تر اوسه یې د کندهار په ګډون په هلمند او ځینو نورو ولایتونو کې هم خپل مرکزونه خالي کړي دي.

د امریکې د مرکزي کمانډ دفتر سېنټکام وايي، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو چې پیل شوی تر اوسه په سلو کې 12 امریکايي پوځیان له دې هیواده وتلي دي.

سېنټکام وایي په 104 سي 17 باروړونکو الوتکو کې پوځي وسایل وړل شوي او 1800 پوځي آلات ویجاړ کړل شوي هم دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG