لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د صحت نړيواله اداره وايي: د کرونا دوېم کال ډېر مرګونی کېدی شي


د صحت نړیوالې ادارې ویلي د کرونا دوېم کال د لومړي کال په پرتله ډېر مرګونی کېدی شي، چې پکې په هند کې د کرونا روان حالات ياد کړی شوي دي.

د رويټرز خبري ادارې ترمخه دغه خبره د صحت د نړيوالې ادارې مشرټېډروس ګېبرياس په يو ورچويل غونډه کې کړې ده.

هغه ويلي دا وخت په نړۍ کې د کرونا له امله په هند کې د کرونا روان حالات د اندېښنې وړ دي.

د شمېرو ترمخه په هند کې کرونا وايرس د 40 کروړه پورې کسان اغېزمن کړي او د ورځې په سر ترې د څلور زره پورې کسان مړه کيږي.

د صحت د نړیوالې ادارې تکنيکي مشر په دغه غونډه کې ویلي چې د کرونا وايرس د نوو نمونو مخې راتلو ډېر امکان دی خو ورسره يې دا هم ويلي چې دوی اوس پوهه دي چې په دغو حالاتو کې څه کول پکار دي.

د ماسک نه اچولو په اړه ادارې ویلي، يو ملک په هغه صورت کې د ماسک نه اچولو په اړه پرېکړه کولی شي چې په ځايي کچه دغه وبا ختمه شوي وي.

د صحت نړيوالې ادارې دغه خبره په داسې حال کې کړې چې د امریکې صدر جوبايډن يوه ورځ وړاندې ویلي هغه امریکايان چې د کرونا ضد ویکسين دوه ډوزه يې اخستې هغوی ماسک اچولو ته ضرورت نه لري.

د صحت نړيوالې ادارې ویلي، که يو ملک د ماسک اچولو شرط ختموي اول دې ضرور وګوري چې هلته د کرونا خورېدو زور څومره دی او خلکو ته څومره ويکسين لګول شوي دي.

له دې وړاندې ادارې پرمخ تللو هېوادونو ته خواست کړی وو چې په خپلو ملکونو کې ماشومانو ته د ويکسينو لګولو په ځای دې غريبو ملکونو ته ويکسين ورکړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG