لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

حنیف اتمر سره دشاه محمود قریشي ټیلیفوني تماس،په سوله یې ورسره خبرې کړې


دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي دخپل افغان سیال ښاغلي حنیف اتمر سره ټيلیفوني اړېکه نیولې اؤ هغه ته یې ډاډ وړکړی چې پاکستان به دافغانستان سولې دپاره کیدونکو هڅو کې خپل رغنده رول لوبوي.

دپاکستاني میډيا د رپورټونو له مخې دجمعې په ورځ نیول شوې دې ټيلي فوني اړېکه کې دواړو خارجه وزیرانو دکابل اؤ پاکستان پخپل منځي اړېکو،دافغان سولې په روان عمل اؤ نورو مهمو موضوعاتو خبرې کړې دي.

دا اړېکه په داسې مهال نیول شوې چې دافغان سولې دپاره دامریکا دبهرنیو چارو د وزارت استازي زلمي خلیلزاد په دې وروستیو کې پخلی کړی چې دبرتانیې لخوا دافغانستان اؤ پاکستان ترمنځ دیو امنیتي تړون کولو هڅې روانې دي اؤ دپاکستان دپوځ سرلښکر هم روانه اوونۍ کابل ته خپل سفر کې افغان چارواکو سره ځېنې مهمې لیدنې ترسره کړي دي.

شاه محمود قریشي ویلي دڅلویښت کلنې افغان غمېزې پائ ته رسولو دپاره قطر کې د روانو بین الافغاني خبرو بریالیتوب ډیر اړین دی.

هغه ویلي دا دامن پځائ کولو اؤ دڅلویښت کلنې جګړې پائ ته د رسولو یو ښه فرصت دی اؤ څنګه چې داختر په مهال درې ورځنی اوربند وکړل شو دغسې باید دبین الافغاني خبرو د فرصت څخه هم ګټه واخستل شي.

په عین حال کې دطالبانو دقطر دسیاسي دفتر ویاند ډاکټر نعیم هم په ټویټر لیکلي چې په قطر کې د افغان دولت داستازو اؤ طالبانو ترمنځ په یو لړ مهمو مسلو خبرې شوې دي خو هغه ددغې خبرو نور جذئیات مخې ته نه دي راوړي.

شاه محمود قریشي ویلي پاکستان دافغان ګوندونو اؤ اړخونو څخه غواړي چې باید دبین الافغاني خبرو بریالي کولو دپاره دتشدد کچه راکمه اؤ دایمي امن ته لاره هواره کړی.

په دې ټيلفیوني خبرو کې دافغانستان خارجه وزیر ښاغلي حنیف اتمر افغان سوله کې دپاکستان د کردار ستاینه کړې اؤ ویلي یې دي افغان دولت اؤ ولس نور له جګړو ستړی دی اؤ غواړي افغانستان کې یوه دایمي‌سوله اؤ امن ټينګ شي .

ښاغلي حنیف اتمر ویلي دسولې بین الافغاني خبرو دافغانانو دسولې اؤ امن هېلې تاندې کړې دي اؤ داخبرې باید یوې زړه پورې پائیلې ته ورسیږي .

هغه وویل افغان دولت په ټول اخلاص سره دسولې خبرو کې ګډون لري اؤ غواړي چې دسیاسي خبرو اترو دپاره افغان غمیزه پائ ته ورسیږي

XS
SM
MD
LG