لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د فلسطینیانو او اسرایلو ترمنځ جګړه زیاته شوې ده


واشنګټن – اسرایلي جنګي الوتکو د خالي‌ یا شنبې په سهار په غزه باندې هوايي بریدونه کړي او د حماس جنګیالیو یې په غبرګون کې په اسرایلو باندې توغندي توغولي.

دا پنځمه ورځ ده چې د دواړو لوریو ترمنځ جګړه روانه ده.

د فلسطین روغتیايي چارواکو ویلي، په یوه هوايي برید کې لږ تر لږه لس فلسطینیان وژل شوي چې ماشومان هم پکې وو.

په بل هوايي برید کې لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي دي.

د شنبې یا خالي په ورځ شخړه په داسې حال کې نوره هم توده شوه چې فلسطینیانو د نکبا ورځ لمانځله او دا هغه ورځ ده چې په ۱۹۴۸ کال کې پکې د اسرایلو د جوړېدو لپاره د فلسطینیانو هېواد ویجاړ شو.

د جمعې په ورځ‌ هم د اسرایلو او فلسطینیانو ترمنځ تاوتریخوالی زیات شوی وو، په لویدیځه غاړه کې جګړې وشوې او اسرایلو پکې په غزه باندې بمباري وکړه.

د لویدیځې غاړې په اوږدو کې په سلګونو فلسطینیانو له اسرایلي پولیسو سره نښتې کړي، پولیس یې په ډبرو وېشتي او ټایرونه یې سوځولي.

د خلکو دغه احتجاج په سیمه کې په ډېرو کلونو کې تر ټولو لوی احتجاج ګڼل کېږي.‌

فلسطیني چارواکو راپور ورکړی وو چې ۱۱ فسطینیان په دغه تاوتریخوالي کې وژل شوي وو.‌

د اسرایلو دننه بیا د ټولنو ترمنځ د څلورمې شپې لپاره تاوتریخوالی راپورته شوی او یهودو او عربانو پکې په لاډ نومې سیمه کې نښتې کړې دي.‌

په غزه کې اسرایلو د فلسطین تر ولکې لاندې غزې له پولې سره سرتیري زیات کړي او دا ویره ورسره زیاته شوې چې روانه پنځه ورځنۍ شخړه ښايي په یوې لویې جګړې بدله شي.‌

د اسرایلو د پوځ ویاند جانتن کانرېکس ویلي، په غزه کې د اسرایلو برید ددې لپاره شوی چې د حماس لخوا په تېرو کلونو کې جوړ شوي تونلونه له منځه یوسي.‌

اسرایلو ویلي، دوی دغه تونلونه مخکې له کوم ممکنه ځمکني برید څخه له منځه وړي.‌

شاخوا ۹۰۰۰ ریزف اسرایلیانو نه غوښتل شوي چې د پولې په اوږدو کې له سرتیرو سره یوځای شي.‌

په الاقصی جومات کې د جمعې د لمانځه امام شیخ اکریما صبري رویټرز ته ویلي،‌چې د روژې د میاشتې په اوږدو کې ددغه جومات پر تقدس څو ځله تېری شوی او دا ډول تیري د ۱۹۶۷ کال راهیسې روان دي.

په دغه کال د عرب او اسرایلو ترمنځ شپږ ورځنۍ جګړه شوې وه په کومه کې چې اسرایلو د بیت المقدس سپېڅلی زوړ ښار چې الاقصی جومات پکې دی نیولی وو.

د غزې روغتیايي چارواکو ویلي، د غزې په شمال کې ۱۳ کسان د جمعې په ورځ چې د اختر ورځ وه وژل شوي دي.

په وژل شویو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي چې مړي یې د ویجاړو شویو ودانیو لاندې څخه راوېستل شوي دي.

د فلسطین روغتیايي چارواکي وايي، د جګړې د پیل یعنې د تېرو پنځو ورځو راهیسې لږ تر لږه ۱۳۴ فلسطینیان وژل شوي چې لږ تر لږه ۳۲ ماشومان او ۱۱ مېرمنې پکې دي او همدارنګه ۹۰۰ نور ژوبل شوي هم دي.

د دې ترڅنګ اته اسرایلیان په یو راکټي برید کې وژل شوي چې یو شپږ کلن ماشوم هم پکې وو.‌

اسرایلي چارواکو ویلي، په هوايي بریدونو کې اکثره وژل شوي فلسطینیان د حماس جنګیالي دي او حماس هم منلې چې ځینې لوړ پوړي قومندانان یې د اسرایلو لخوا وژل شوي.

په اسرایلو باندې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې له امله په دریو پخوانیو جګړو کې هم نړیوالې نیوکې شوې دي.‌

د ملګروملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش د جمعې په ورځ خبرداری ورکړ که چېرې جګړه و نه درول شي نو له کنټروله وتلی امنیتي او بشري ناورین به رامنځ ته شي او توندلاريتوب به ورسره نور هم پراخ شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG