لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جوبايډن: امريکا به د کرونا دوه کروړه ويکسين د مرستې په توګه ورکوي


د امريکې صدر جوبايډن ويلي امریکا به په راتلونکو شپږو اوونيو کې د کرونا دوه کروړه نور ويکسين بهرنيو ملکونو ته د مرستې په توګه ورکوي.

جوبايډن دغه اعلان د ګل/ دوشنبې په ورځ (17 مي) کړی دی.

د اېسوسي اېټډ پرېس ترمخه امریکا د دې تازه اعلان سره د کرونا د اته کروړه ويکسينو ورکولو ژمنه وکړه، له دې وړاندې د امریکې انتظاميې د جون د اخره پورې د اسټرازينيکا د شپږ کروړه ویکسين ورکولو ويلي وو.

د راپورونو ترمخه په امریکا کې تراوسه پورې نزدې 12 کروړه 30 لکه کسانو ته ويکسين لګول شوي او د 15 کروړه 70 لکه پورې کسانو ته يو ويکسين لګول شوی دی.

امريکايي صدر په سپينه ماڼۍ کې د کووېډ رسپانس او ويکسينو د پروګرام په لړ کې راجوړې دستورې ته په وېنا کې ويلي، چې امریکا د کرونا ويکسينو په لړ کې يو بل ګام اخلي.

هغه ويلي دوی پوهه دي چې د کله پورې په نړۍ کې دا وبا نه وي قابو کړی شوي امریکا به هم محفوظ وي.

هغه ويلي د امریکا فايزر، موډرنا او جانس اېنډ جانس ويکسين به نورو ملکونو ته ورکوي.

بايډن ويلي په امریکې په مارچ کې کېنېډا ته د ايسټرا زينیکا 40 لکه ويکسين ورکړي او په اپرېل کې يې د دوه کروړه ويکسينو ورکولو ژمنه کړې وه.

خو د امریکې انتظاميې نه دي ویلي چې د کرونا ويکسين په څه ډول نورو ملکونو ته ورکوي.

د امریکا صدر ویلي د امریکې د ازادۍ د راتلونکې ورځ (4 جولايي) پورې به 16 کروړه امریکايانو ته پوره ويکسين لګول شوي وي.

د امریکې د جان هوپکنز پوهنتون د شمېرو ترمخه کرونا په نړۍ کې د 16 کروړه 34 لکه نه زيات کسان اغېزمن کړي او 33 لکه 86 زره نه یې زيات مړه کړي دي.

کرونا تر ټولو زيات کسان په امریکا کې مړه کړي چې شمېره يې د پينځه لکه 86زره نه سېوا ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG