لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

اسلام اباد: د مذهب د سپکاوي په تور يو تن نيول شوی، خلکو په تاڼه حمله کړې


د پاکستان په پلازمينه اسلام اباد کې تيره شپه په ګولړه تاڼه خلکو په داسې حال کې بريد کړی چې په دغه تاڼه کې د مذهب د سپکاوي په تور يو تن بنديوان وو.

ډان ورځپاڼې ویلي، د ګل په شپه په ګڼ شمېر کې خلک چې په لاسونو کې يې د اوسپنو ډنډې هم وې، په تاڼه ورغلي او د پوليسو نه يې غوښتي چې د مذهب د سپکاوي په تور نيول شوی تن دې دوی ته وسپاري.

په خبر کې د نيول شوي تن پېژندګلو نه ده شوې او نه دا ويل شوي چې کله نيول شوی او کوم ډول تور پرې لګول شوی دی.

ويل شوي خلک په دومره ګڼ شمېر کې ورغلي چې د تاڼې پوليسو د ځان د خونديتوب دپاره نور پوليس رابللي او بيا خلک د اوښکو بهيونکي ګېس د لارې په شا کړی شوي دي.

د امریکې د مذهبي ازادیو نړیوال کمېشن تيره مياشت ويلي په پاکستان کې د مذهبي ازادیو حالت نور هم خراب شوی او ويلي وو حکومت په منظمه توګه د مذهب د سپکاوي او د احمدیانو په ضد قوانین جوړ کړي او د مذهبي اقلیتونو په ژغورلو کې ناکامه شوی دی.

د 2021 کال د مذهبي ازادیو دغه رپوټ د اپرېل په 21مه خپور شوی او د پاکستان په ګډون د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې د 2020 کال په مهال مذهبي ازادیو او له اقلیتونو سره کېدونکي سلوک ته پکې کتنه شوې ده.

په دې رپوټ کې ویل شوي وو چې په پاکستان کې په تېر کال کې د خلکو هدفي وژنې، د مذهبي د سپکاوي مقدمې، په زوره د مذهبي بدلون او د احمدیانو، شیعه ګانو، هندوانو، عیسایانو او سیکانو په ګډون د مذهبي اقلیتونو په ضد له کرکې ډکې ویناوې زیاتې شوې دي.

د رپورټ ترمخه د تېر کال په پاکستان کې په محروم میاشت کې د مذهب د سپکاوي 40 مقدمې درج شوې دي چې وایي‌ اکثره پکې شیعه مسلمانان په نخښه شوي، خو نور مذهبي اقلیتونه هم پکې هدف کړی شوي دي.

په پاکستان کې د مذهب د سپکاوي د قانون په اړه د بشري حقونو ځايي او نړيوال تنظیمونه وايي چې دا قانون د شخصي ګټو دپاره کارول کيږي.

تيره مياشت په يورپي پارلیمان کې هم په وړاندې کړی شوي يو په قرارداد کې د پاکستان نه غوښتنه شوې وه چې د مذهب د سپکاوي قوانين ( 295B او C) دې ختم کړي او د ترهګرۍ ضد جوړ د 1997 په قانون کې دې بدلون وکړي چې د مذهب د سپکاوي د تورنو د مقدمو اورېدنې به د ترهګرۍ ضد عدالتونو کې نه کيږي.

د يورپي پارلیمان په قرارداد کې ویل شوي وو چې په پاکستان کې د مذهب د سپکاوي قانون غلط کارول کیږي، او د مذهب د سپکاوي قوانين د نړیوالو بشري قوانينو سره په ټکر کې دي.

خو دغه قرارداد ته په غبرګون کې د پاکستان د بشري حقونو وزيرې شيرين مزاري ويلي وو په پاکستان کې د بشري حقونو د نړيوال کمېشن په لړ کې ځينې مسلې شتون لري خو د هغې په وزارت کې د تير حکومت په پرتله په دغه لړ کې ډېر کار شوی دی.

XS
SM
MD
LG