لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چین وړاندیز کړی په بېجنګ کې د افغان سولې د خبرو کوربه توب ته تیار دی


واشنګټن ـــ‌ د چین د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان د بهرنیو چارو له وزیر او د ملي امنیت له سلاکار سره په خبرو کې د افغان سولې د بهیر ملاتړ کړی او ویلي یې دي چې سیاسي جوړجاړی د شخړې یواځینی د عمل وړ حل دی.

د چین خارجه وزیر وانګ یي او د مملکت سلاکار د ګل- دوشنبې په ماښام له حنیف اتمر او حمدالله محب سره جلا- جلا ټیلیفوني خبرې کړې دي چې د سولې د بهیر تر څنګ یې د بهرنیو ځواکونو د وتلو او ترهګرۍ ضد جګړې په اړه هم بحث کړی.

د چین د سرکاري خبري رسنۍ د خبر له مخې د چین د مملکت سلاکار او د بهرنیو چارو وزیر وړاندیز کړی چې هېواد یې د افغانستان د بېلابېلو اړخونو تر منځ د داخلي خبرو ملاتړ ته تیار دی او کولای شي چې په دې اړه په چین کې خبرو ته د اړتیا وړ حالات برابر کړي.

ښاغلي وانګ یي ویلي، د سولې د بهیر په حساسو حالاتو کې د امریکایي ځواکونو وتلو د افغان شخړې د حل په برخه کې یو ډول غیریقیني حالت پیدا کړی، خو ټینګار یې کړی چې حکومت او طالبان باید له زغم او نېک نیتۍ کار واخلي او د سولې خبرو ته د مناسب چاپېریال په خاطر دې له تشدده لاس واخلي او ډزبندي دې وکړي.

د چین شینهوا خبري ادارې پخپل رپوټ کې د وانګ یي له خولې ویلي، چین تیار دی چې له افغانستان سره د ترهګرۍ ضد جګړه او د امنیت په برخه کې همکارۍ زیاتې کړي او د ترهګرۍ ضد وړتیاوو په زیاتولو کې یې مرسته وکړي.

د چین خارجه وزیر ویلي هېواد یې د سولې او پخلاینې په بهیر کې د افغان حکومت د ملاتړ په برخه کې خپل مخکښ کردار ته دوام ورکوي. شینهوا د وانګ یي له خولې لیکلي:

"چین پر ټولو اړخونو ږغ کوي چې د ترهګرۍ د بیا پیلېدو د مخنیوي په خاطر د واک د سوله ییز لېږد (انتقال) لپاره د ملګرو ملتونو د امنیت شورا اړوند قراردادونه عملي کړي او ملاتړ یې وکړي".

د افغانستان د ملي امنیت شورا دفتر هم په دې اړه خبرپاڼه خپره کړې او ویلي یې دي چې حمدالله محب او د چین د بهرنیو چارو وزیر ترهګري یو ګډ خطر وباله چې باید دواړه هېوادونه مبارزه ورسره وکړي:

"وانګ یي وړاندیز وکړ چې چین په افغانستان کې د سولې لپاره په سیمه‌ ییزه کچه خپلې هڅې پراخې کړي".

په خبرپاڼه کې ویل شوي د چین د خارجه وزیر له خولې ویل شوي، چین یو خپلواک، خودمختار او یو موټی افغانستان غواړي او په افغانستان کې د روانې جګړې ختمولو ته یواځینۍ مناسبه حل ‌لاره سیاسي جوړجاړی ګڼي.

خبرپاڼه وایي حمدالله محب د سولې په برخه کې د چین د ملاتړ مننه کړې او هیله یې څرګنده کړې چې د ملګرو ملتونو د بندیزونو په ګډون سولې ته د طالبانو د مجبوره کولو لپاره ټولې هڅې وکارول شي او چین په دې کې خپل کردار تر سره کړي.

وانګ یي حمدالله محب ته ویلي، چین او افغانستان دواړه روایتي دوستان څنګلوري دي او چین د افغانستان په ګډون د نورو هېوادونو په کورنیو چارو کې د لاسوهنې نه کولو پر تګلاره عمل کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG