لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په هند کې د کرونا وهلو شمېره 25 ملينه ته رسېدلې، په پاکستان کې  104 نور مړه شوي


په هند کې د دوه نيم ملينه نه زيات کسان په کرونا اخته شوي او په دغه هېواد کې کرونا دوه لکه 83زره 284 کسان مړه شوي دي، دغه شمېرې د امریکا جان هوپکنز پوهنتون خپرې کړي دي.

بل لور ته په پاکستان کې په تير شوا روز کې په کرونا وايرس نور 104 کسان مړه شوي چې ورسره په ملک کې د مړه شوو ټوله شمېره 19زره 856 ته رسېدلې ده.

د جان هوپکنز پوهنتون د شمېرو ترمخه په نړۍ کې کرونا وايرس تر ټولو زيات پينځه لکه 87زره 219 کسان مړه شوي او په امریکا کې کرونا وايرس نزدې 33 ملينه خلک وهلي دي.

په پاکستان کې د سرکاري شمېرو ترمخه په ملک کې تراوسه پورې ټول اته لکه 86 زره 184 کسان په کرونا اخته شوي دي.

سرکاري شمېرې وايي په ملک کې ټول 38 لکه 36زره 291 کسانو ته ويکسين لګول شوي چې پکې نهه لکه 64زره 227 کسانو ته دواړه ويکسين او 19لکه 66زره 837 کسانو ته يو يو ويکسين لګول شوي دي.

د جان هوپکنز پوهنتون ترمخه په نړۍ کې تراوسه پورې 16کروړه 42لکه 51زره 23 کسان په کرونا اخته شوي او 34لکه 4990 زره کسان مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG