لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان: د کال 2021 په لومړو درېو مياشتو کې طالبانو په امنيتي ځواکونو او عامو خلکو بريدونه سېوا کړي


په افغانستان کې د امریکا د محکمه دفاع د څار انسپکټر جنرل ويلي، طالبانو د کال د 2021 په لومړو درېو مياشتو کې په امریکايي او اتحادي ځواکونو بريدونه نه دي کړي خو په افغان ولس او امنيتي ځواکونو يې بريدونه سېوا کړي دي.

دفتر په خپل رپورټ کې ویلي، طالبانو د القاعده سره اړيکې په ځای ساتلي او ورسره یې د غټو حملو منصوبه بندۍ هم کړي دي.

ويل شوي د کال په لومړو درېو مياشتو کې افغان وګړي په هدف شوي، چې پکې سرکاري افسران، استازان د طبي عملې غړي او مذهبي مشران هم شامل وو.

د رپورټ ترمخه طالبان د دغو عملياتو زمه وارۍ نه مني امریکا او افغان چارواکي پرې تورن کوي چې افغان ولس ويروي او د حکومت نه يې بد اعتماده کړي.

دا عمليات په داسې وخت کې شوي چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو هڅې هم کيږي.

په رپورټ کې ویل شوي چې په افغانستان کې د تشدد د پېښو سېوا کېدو سره د حکومت او طالبانو ترمنځ خبرې هم کاميابۍ ته نه رسي.

په فرورۍ 2020 کې د خبرو پېل کولو ويل شوي خو د ستمبر 2020 پورې دغه خبرې نه وې پېل شوې او بيا چې وروسته دغه خبرې روانې شوې وې بيا بيا د ځنډ ښکار شوي او تراوسه پکې کوم ښکاره پرمختګ نه دی شوی.

په رپورټ کې ویل شوي د امریکا او طالبانو د 2020 د فرورۍ د توافقنامې وروسته طالبانو په افغان ولس او امنيتي ځواکونو بريدونه ډېر سېوا کړي دي او په ځانګړي ډول د کال 2021 په لومړو درېو مياشتو کې د کال 2020 د دغه مودې په پرتله دا بريدونه 37 فيصده سېوا شوي دي.

ويل شوي د تير کال د اخرې په درېو مياشتو کې دا بریدونه لس زره 431 وو او سږ کال په لومړو درېو مياشتو کې د بريدونو شمېره 11زره 551 ته رسېدلې ده.

د افغانستان د سولې دپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د کانګرس د بهرنيو چارو کمېټۍ ته په وروستي وړاندې کړي حال کې ويلي د طالبانو سره دوه لارې دي.

هغه ويلي لومړۍ لاره دا ده چې طالبان د خبرو د لارې د امن لاره خپله کړي، سياسي تحریک جوړ کړي او داسې ملک جوړ کړي چې په نړيواله ورورلۍ کې ورته احترام وي.

هغه ويلي دوېمه لاره دا ده که طالبانو په زور د واک اخستو لاره خپله کړه نو بندېزونه به پرې ولګي، په نړيواله کچه به يواځې شي په سيمه ييزه او نړيواله کچه به د مخالفت سره مخ شي.

خليلزاد له دې وړاندې د کانګرس په يوه اورېدنه کې ویلي وو امریکا او برتانيه په ګډه د پاکستان او افغانستان ترمنځ د امنيت په ښه کولو کار کوي، او د هغه په وېنا د دې کار په نتيجه کې به د اسلام اباد او کابل ترمنځ د امنيتي تړون لاره هواره شي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG