لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سوات: 19 کلن ځوان د ټک ټاک دپاره په ويډيو جوړولو کې په خپل سر ډز کړی، مړ دی


د خېبرپښتونخوا د سوات ضلعې سره تعلق لرونکي يو 19 کلن ځوان هغه وخت په خپل سر ډز کړی چې د ټک ټاک ويډيو یې جوړوله.

د سوات د پوليسو په وېنا دغه پېښه پرون د شورو/ چهارشنبې په ورځ (19 مې) د سوات په کبل سيمه کې رامنځته شوې ده.

د پولیسو په وېنا 19 کلن حميدالله د سوات د کبل علاقې په قلاګي علاقه کې د ټک ټاک دپاره ويډيو کوله په سر يې تماچه اېښودې او ډز ترې شوی دی.

د پوليسو په وېنا د ډز له امله دغه هلک په ځای مړ شوی دی.

د هغه دغه ويډيو چې بل ملګري جوړه کړې په ټولنيزو رسنيو خپره شوې ده.

په ټولنیزو رسنیو دغه پېښې ته په غبرګون کې ویل شوي بايد ميندې پلاران په خپلو بچو نظر وساتي او په ټولنيزه کچه دې داسې پوهاوی ورکړی شي که څوک ټولنيزې رسنۍ کاروي چې د بدو پېښو او مرګ سبب ونه ګرځي.

پولیسو د حميدالله پېښې ته خودکشي ویلې ده.

د حميدالله کورنۍ ویلي هغه د کالج زده کوونکی وو او د ټک ټاک شوق يې لرلو په ټک ټاک به يې ويډيو خپرولې.

د کورنۍ په وېنا هغه د کوره تماچه اخستې خو نه وو خبر چې په تماچه کې کارتوس پراته دي.

تير کال په کراچۍ کې هم درې داسې پېښې مخې ته راغلې وې چې د ټک ټاک جوړولو په وخت دوه کسانو ځانونه وژلي او يو بل 22 کلن هلک د ټک ټاک جوړولو په وخت اور ګاډي وهلی وو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG