په پاکستان کې د کرونا د مخنيوي دپاره جوړې کمېټۍ (اېن سي او سي) ویلي په ملک کې د کرونا وبا له امله په لګول شوو بندېزونو کې د نرمۍ کولو اعلان کړی خو ځينې بندېزونه يې په ځای ساتلي دي.
د پلاننګ او پرمختيا د وزیر او د اېن سي او سي مشر اسد عمر په مشرۍ د شورو/ چهارشنبې په ورځ (19 مې) ترسره شوې غونډې وروسته ويل شوي په کومو ضلعو کې چې د کرونا شرح د پينځه فيصده نه کمه ده هلته به د 24 مې څخه تعليمي ادارې پرانستلی شي.
ويل شوي د لسم او دولسم ټولګي امتحانونه به د 20 جون وروسته اخستلی شي.
د اېن سي او سي د خبر پاڼې ترمخه د شپې د 12 بجو پورې به په رېسټورانټونو کې د بندو ځايونو نه بهر په خوراکونو کول بندېز نه وي، او د سېلګرۍ ځایونه به د کرونا د سختو احتياطي تدابيرو خپلولو سره خلاصولولی شي.
د ودونو پروګرامونه به په خلاصو ځايونو کې ازاد وي او د 150 پورې کسان به پکې ګډون کولی شي.
خو مزارونه، سنېماګانې او پارکونه به بند وي او په بندو ځايونو کې به په ورزش کولو بندېز په ځای وي، د دې سره به هر ډول غونډې راجوړول منع وي، او د اوونيزې رخصتۍ په ورځ به د صوبو ترمنځ د عامو سورولو د ګاډو په تګ راتګ بندېز وي.
په بندېزونو کې د نرمۍ کولو او ځینې بندېزونو په ځای ساتلو پرېکړه په داسې حال کې شوې چې په ملک کې په تير شوا روز کې نور 131 کسان د کرونا څخه مړه شوي دي.
اې سي او سي ویلي، په تيرو 24 ساعتونو کې په ملک کې د کرونا مالومولو دپاره 51زره 130 معاينې يا ټسټونه شوي او په 4207 کسانو کې د کرونا وايرس مالوم شوي دي.
د اېن سي او سي په غونډه کې چې د سيند صوبې د صحت وزیر عذرا پيچوهو ګډون کړی خو نن د زيارت/ پنجشنبې په ورځ () د سيند صوبې حکومت ويلي، که د کرونا د پېښو شرح کمه شوه خو نرمي به وکړي خو که پېښې زياتيږي نو نوره سختي به وکړي.
د صوبې حکومت ويلي د وزيراعلی په مشرۍ غونډه کې ویل شوي د کرونا وبا د جاج اخستو دپاره د خالي/ شنبې په ورځ بيا غونډه کوي او د صحت د نړیوالې ادارې غړي به هم پکې ګډون کوي.