لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مکېنزي په افغانستان کې له ترهګرو سره د مبارزې په اړه پنټګان ته سپارښتنې کوي


واشننګټن - د منځني ختیځ لپاره د امریکا لوړ پوړي قومندان د شورو یا چهارشنبې په ورځ وویل، دی به د جون په لومړیو کې د دفاع وزیر لویډ اسټن ته سپارښتنه وکړي چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته څه ډول په دغه هېواد کې د ترهګرو ډلو پرضد د جګړې څارنه وکړي.

د امریکا د مرکزي قوماندې قومندان جنرال فرانک مېکېنزي وویل، د افغانستان له ګاونډیو سره د هغوی د فضا په کارولو او د سرتېرو د اډو په اړه خبرې پرمخ روانې دي خو وخت به نیسي.

هغه وویل، په پایله کې به امریکا د ترهګرو په ګواښ او له افغان پوځ سره د مرستې په اړه خپل نظر ساتي تر څو تړونونه عملي شي او ځمکني حالات بدل شي.

هغه دا هم وویل، چې دا به د افغان پوځ لپاره د سخت کار دور وي او خطر به ډېر زیات وي.

مکینزي منځني ختیځ ته په لاره د اسوسېټېډ پریس او اې بي سي خبریالانو ته چې له ده سره په دغه سفر کې ملګري دي د دفاع وزیر لویډ اسټن ته د خپلو سپارښتنو په اړه نور تفصیل نه دی ورکړی.

هغه دا هم ویلي، چې دی به په منظمه توګه د افغانستان په سر د څار د الوتکې د ساتلو د لګښت په اړه هم معلومات شریک کړي تر څو د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته په ترهګرو ډلو باندې نظر وساتي.‌

ټاکل شوې ده چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو بهیر به د سپټپر په یولسمه نېټه بشپړ شي.‌

مکېنزې په څرګنده وویل،‌ چې په ګاونډیو هېوادونو کې د هر ډول پوځي اډې پرته به د افغانستان په سر لا زیات وخت لپاره د څار د الوتکې شتون ته اړتیا وي چې په منځني ختیځ کې به له امریکايي اډو څخه د افغانستان په سر له څلورو تر شپږو ساعتونو پورې الوتنې کوي.‌

له شته اډو څخه د الوتنې د واټن له امله به دا ستونزمنه وي چې تر دې زیات وخت یوه الوتکه د افغانستان پرسر پاتې شي.‌

پوځي مشران په دې کار کوي چې څه ډول له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو په برخه کې د ولسمشر جو بایډن حکم په سمه توګه پلی کړي او په ورته وخت کې افغان امنیتي ځواکونو سره مرسته همه وکړي او هم د ترهګرو په ګواښ باندې څآرنه وکړي.

قومندانانو ویلي، دوی به ګواښونه له پاسه څاري تر څو دا باوري کړي‌ چې ترهګر یو ځل بیا د افغانستان له خاورې په امریکا باندې بریدونه و نه کړي خو دوی ویلي چې امریکا تر اوسه پورې داسې کوم تړون نه لري چې د ګاونډیو هېوادنو له فضا څخه د خپلو الوتنو لپاره کار واخلي او یا پکې کومه ممکنه پوځي اډې جوړې کړي.‌

خو مېکنزې وویل، دی باوري دی چې دی به هغه څه ترلاسه کړوي چې ورته اړتیا ده خو تر اوسه کوم ښکاره حل او یا پرېکړه نشته.

په ورته وخت کې د پنټګان مشرانو او د کانګرس غړو اندېښنه څرګنده کړې ده چې د امریکايي‌ ځواکونو له وتلو سره به افغان حکومت او پوځ به ژر د طالبانو لخوا چپه شي.‌

افغان پوځ په ځانګړي توګه هوايي ځواک یې د امریکا په مرستو ولاړ دی او هم یې جګړیز ځواک.

مکینزي وویل،‌ دی په دې باور دی چې افغانان د جګړې چانس لري چې له ځانه دفاع وکړي او بریالي شي.‌

مکینزي وویل، "اوس وخت ددې دی چې افغان پوځ ودرېږي او وښيي چې دوی په یواځې توګه جګړه کولای شي."

هغه زیاته کړه،‌ "زه په ډاډ سره ویلی شم چې داسې لاره شته چې دوی پرې د خپلو شته څېزونو ساتنه وکړي.‌ خطر زیات دی او زه نه غواړم چې دا ناچیزه وبولم."

هغه دا هم وویل،‌ که څه هم طالبان په امریکايي او ایتلافي ځواکونو باندې بریدونه نه کوي خو د افغانانو او ددغه هېواد د امنیتي ځواکونو پرضد تاوتریخوالی زیات شوی دی.‌

امریکايي وکیلانو ویلي، چې دوی باور لري چې داسې چانس نشته چې طالبان به د ۲۰۲۰ کال د فیبرورۍ له تړون سره سم د خپلو مشرانو په کړو ژمنو باندې عمل وکړي چې په هغو کې د تاتریخوالی کمول، د سولې په مذاکراتو کې شاملېدل او القاعده سره د اړیکو پرې کول شامل دي.‌

خو مېکنزي وویل، القاعده او داعش دواړه کمزوه شوي دي.‌

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د نهې یا سې شنبې په ورځ د کانګرس یوې غونډې ته وویل، دا ډېره منفي انګېرنه ده څوک چې اټکل کوي چې د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته به طالبان د کابل حکومت نسکور کړي.

هغه وویل، طالبان داسې دلایل لري چې د پوځي کامیابۍ پر ځای سیاسي جوړجاړي ته زیات پام واړوي چې له امله به یې دغې ډلې ته نړیوال قانوني حیثیت ورکړل شي او د امریکا او ملګروملتونو له بندیزونو څخه به ووځي.

خلیلزاد په دې وروستیو کې د طالبانو له استازو سره په قطر کې لیدلي‌ دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG