لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

کرونا: پښتونخوا کې به په 23 ضلعو کې د 7 جون پورې پوهنتونونه/ کالجونه بند وي


د خېبرپښتونخوا د اعلا تعليم محکمې نن د جمعې په ورځ (21 مې) اعلان کړی چې د صوبې په ټولو 35 کې په 23 ضلعو کې به پوهنتونونه او کالجونه د کرونا له امله د جون د اوومې نېټې پورې تړلي وي، خو انلاين کلاسونه به پکې روان وي.

د اعلا تعليم محکمې نن په خپره کړې اعلاميه کې ويلي، د صوبې په پېښور، نوښار، چارسده، مردان، صوابۍ، کوز او بر دير، باجوړ، بونير، ملاکنډ، سوات، شانګله، اېبټ اباد، مانسهره، تورغر، هري پور، بټګرام، اورکزۍ، کوهاټ، کرمه، بنو، جنوبي وزیرستان او ډېره اسماعيل خان ضلعو کې به د اووم جون پورې ټولي شخصي او سرکاري پوهنتونونه او کالجونه بند وي.

په اعلاميه کې ويل شوي په ملک کې د کرونا د مخنيوي دپاره جوړې کمېټۍ (اېن سي او سي) د فېصلې په رڼا کې په کومو ضلعو کې چې د کرونا پېښې د پينځه فيصده نه سېوا دي هلته به تعليمي ادارې بندې وي.

د پلاننګ او پرمختيا د وزیر او د اېن سي او سي مشر اسد عمر په مشرۍ د شورو/ چهارشنبې په ورځ (19 مې) ترسره شوې غونډې وروسته ويل شوي وو په کومو ضلعو کې چې د کرونا شرح د پينځه فيصده نه کمه ده هلته به د 24 مې څخه تعليمي ادارې پرانستلی شي.

خو ورسره ويل شوي وود لسم او دولسم ټولګي امتحانونه به د 20 جون وروسته اخستلی شي.

په خېبرپښتونخوا کې د تعليمي ادارو د بندېز پرېکړه په داسې وخت کې شوې چې په صوبه کې تراوسه پورې د کرونا څخه 3875 کسان مړه شوي او دا وخت 6913 کسان په کرونا اخته دي.

په پاکستان کې تراوسه پورې د کرونا څخه ټول 20زره 89 کسان مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG