لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د اسرايل او حماس جنګ بندي، دواړو د ګټې دعوې کړي


اسرايل او حماس چې د 11 ورځو د جګړې وروسته پرون د جمعې په ورځ (21 مې) جنګ بندي کړې دواړو په جګړه کې د ګټې دعوې کړي دي.

د جنګ بندۍ وروسته په غزه کې د زرګونو په شمېره کې خلک راوتلي د فلسطين او حماس بېرغونه يې پورته کړي وو، بل لور ته په ختيځ يروشلم کې هم دغه ډول خوشالۍ شوي دي.

د اسرايل وزيراعظم بېنجمن نېتن ياهو د جمعې په ورځ په ټيلي ويژن په وېنا کې ویلي، "پوځي عملياتو يې د حماس د دې وړتیا اغېزمنه کړې چې په اسرایل د ميزایلو بريدونه وکړي، د 200 نه زیات د حماس وسله وال وژل شوي او ټننل نېټ ورک يې ورته تباه کړی دی".

خو حماس يواځې د 20 جهادي جنګیالو وژل کېده تاييد کړي دي.

نېتن ياهو ويلي، "حماس نور نه شي پټېدی او دا د اسرایل غټه کامیابي ده".

هغه "خبرداری ورکړی که حماس د نورو بريدونو هڅه وکړه اسرايل به ورته د نوې کچې ځواب ورکړي".

بل لور ته حماس هم د خپلې ګټې دعوه کړې ده. د حماس مشر اسماعيل هانيه ویلي "ډلې يې د پوځي او اقتصادي قوت اسرايل په وړاندې سخت مزاحمت کړی او هغه ځايونه به بيا جوړوي چې په غزه کې وران شوي دي".

د صحت نړیوالې ادارې ویلي په غزه کې يې30 تاسیسات اغېزمن شوي دي.

د ادارې ویاند مارګرېټ هېرېس ویلي په ياده جګړه کې 243 فلسطينيان وژل شوي او 8538 ټپيان شوي دي.

ملګرو ملتونو ویلي په غزه کې د انساني بحران دپاره يې 18.6 ملينه ډالره ځانګړي کړي دي. د ادارې ترمخه په غزه کې 72زره کسان بې کوره شوي دي.

د امریکې صدر جوبايډن ویلي، د زيارت/ پنجشنبې په ورځ ورته نېتن ياهو ويلي، د حماس تندلارې ډلې سره په ګډ، غېرمشروطه جنګ بندۍ متفق شوي دي.

جوبايډن ويلي، "زه يقين لرم چې دا زمونږ سره ښه/ رښتونې موقع ده چې پرمختګ پکې وکړو او زه ژمن يم چې د دې دپاره کار وکړو".

د امریکې د دفاع وزیر انتوني بلينکن ويلي، "په راتلونکو ورځو کې به د سيمې سفر وکړم د اسرايلي، فلسطيني او سيمې د مشرانو سره به ووينم".

نړیوالو مشرانو د اسرایل او حماس ترمنځ د جنګ بندۍ هرکلی کړی دی.

د برتانیې د بهرنيو چارو وزير ډومينيک روب په ټویټر ویلي، ټول فريقين بايد چې تل پاتې اوربند کړي، د تشدد او عامو خلکو د وژنو لړۍ ودروي.

د يورپي يونين پاليسي مشر جوزف بورل ویلي دوه ریاستي حل يواځينۍ لاره ده.

د روس د بهرنيو چارو وزير سرګۍ لارووف جنګ بندۍ ته ویلي دا يو مهم مګر پوره ګام نه دی.

د چين د بهرنيو چارو وزیر ژو لياژينګ ويلي، چين به د انساني بحران دپاره فلسطينيانو ته يو ملين ډالره او دوه لکه د کرونا ويکسين ورکوي.

د پاکستان وزيراعظم عمران خان د خپلو ملکي وګړو مننه کړې چې په ملک کې يې د فلسطينيانو سره د يو والي دپاره لاريونونه کړي او هيله یې څرګنده فلسطينیان به يوه ورځ د خپل ملک مالکان شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG