لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په پاکستان کې د 30 کالو عمر خلکو ته د کرونا ضد ويکسين لګېدل له نن څخه پېل شو


د پاکستان د پلاننګ او پرمختيا وزير او په ملک کې د کرونا د مخنيوي دپاره جوړې کمېټۍ (اېن سي او سي) مشر اسد عمر ويلي، په ټول ملک کې تردېرش کاله عمر لرونکو نارينه او ښځينو ته د کرونا ضد واکسين لکېږي۔

هغه تيره ورځ په ټويټر ویلي وو،

"د اېن سي او سي په ناسته کې دا پرېکړه وشوه چې له سبا (نن 22 مې) څخه به د 30 او 30 کالو څخه د زيات عمر خلکو ته د کرونا ضد ويکيسن لګول پېل شي،دا پېغام د هغو لپاره دی چا چې د ويکسينو لپاره ځانونه اندراج کړي دي".

د اېن سي او سي د ورځنۍ رپورټ ترمخه تر اوسه پورې په ټول ملک کې 49 لکه شپږ 50 زره 853 خلکو ځان د ويکسين لپاره رجسټرډ کړی دی.

د اېن سي او سي ترمخه تر اوسه پورې 11 لکه 39 زره 441 کسانو ته پوره يا د ويکسين دوه ډوزه لګول شوي او 26 لکه 31 زره 873 کسانو ته د ویکسين يو ډوز لګول شوی دی.

په پاکستان کې د کرونا ضد ويکسينو په لومړي پړاو کې د 60 کالو څخه د زيات عمر کسانو ته، بيا د 50 کالو او بيا د 40 کالو څخه د زيات عمر کسانو ته ويکسين لګول پېل کړل شوي وو.

په ملک کې د 30 کالو څخه د زيات عمر کسانو ته ويکسين لګول په داسې حال کې پېل کړل شوي چې د اېن سي او سي د شمېرو ترمخه په تيرو 24 ساعتونو کې په کرونا ناروغۍ اخته نور 88 کسان مړه شوي دي.

په پاکستان کې تر اوسه پورې له کرونا نارغۍ څخه ټول 20 زره 177 تنه مړه شوي دي.

د ادارې د رپورټ ترمخه په پاکستان کې تراوسه پورې اته لکه 97زره 468 کسان په کرونا اخته شوي او اته لکه 13زره 855 کسان ترې ښه شوي دي.

ويل شوي دا وخت په ملک کې په کرونا وايرس اخته 4412 کسان داسې دي چې روغتيايي حالت يې سخت دی.

په ورستيو کې په پاکستان کې د کرونا وبا له امله په لګول شوو بنديزونو کې نرمي هم اعلان کړل شوې ده خو ويل شوي د کرونا څخه احتياطي تدابير به عملي وي.

وزير اعظم عمران خان په خپله په وروستیو کې دا خبره کړې وه چې په ملک کې د کرونا وبا درېمه څپه په تېزۍ سره خورېږي او د مرګونو کچه هم زياته ده، خلک بايد له کرونا څخه د ځان ژغورنې احتياطي تدابير په عمل کې راولي ځان او نور له کرونا څخه و ژغوري.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG