لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دالوتکې تباه کېدو پېښه کې دنائیجیریا دپوځ سرلښکر اؤ نور لوړپوړي مشران مړه شوي


په نائیجریا کې یوه پوځي الوتکه د کښېناستو په مهال تباه شوې چې پکې ددغه هیواد د پوځ د سرلښکر په ګډون لس کسان مړه شوي ، په مړو شوؤ کې نور لوړ پوړي پوځي چارواکي هم شامل دي.

د نړیوالو رسنیو د رپورټونو له مخې دنائیجریا په ګډونا نړیوال هوایي ډګر د پوځ الوتکې د ناستې هڅه کوله چې په دغه مهال یې توله بې قابو شوه اؤ د رن وی ترڅنګ تباه شوه.

په دغه الوتکه کې دنائیجریا دپوځ سرلښکر اؤ نور لوړ پوړي چارواکي سو


اره وؤ اؤ ویل کیږي په پېښه کې الوتکه کې ناست لس واړه کسان مړه شوي دي.

دنائیجریا پوځ پخپل یو بیان کې ویلي دي چې د پېښې علت معلومولو دپاره دپلټنو کمیټي ټاګل شوې ده خو په دغه پېښه کې د مړو شوؤ نورو پوځي افسرانو نومونه نه دي ښودل شوي.

دنائیجریا دپوځ سرلښکر لیفټننټ جنرال ابراهیم اتاهریو د دغه هیواد د صدر محمدو بوحاری نزدې ملګری ګڼل کیدو اؤ داسې ویل کیږي چې صدر بوحاری هغه دخپل ځان په ضد دکېدونکو مظاهره اؤ مقاومت چقولو دپاره په دغه مهمه څوکۍ ټاکلی ؤ

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG