لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په هند کې یو ځل بیا په ۲۴ ساعتونو کې ۴۱۰۰ کسان په کورونا مړه شوي


واشنګټن – د هند روغتیا وزارت د خالي یا شنبې په ورځ راپور ورکړ چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له کورونا څخه تر ۴۱۰۰ زیات کسان مړه شوي او دوه نیم لکه پرې نوي اخته شوي دي.‌

اسوسېټېډ پرېس راپور ورکړی چې له هند څخه هر کله تمه دا وه چې د کورونا د واکسین په بهیر کې به یو مهم رول ولوبوي.

خو په خپل ځان له اندازې زیات باور، د کمزوري پلان درلودل او د بدمرغۍ له امله هند په دې کې پاتې راغی.

په جنورۍ کې هند د واکسین په بهیر کې خپله بریا مخکې له وخته لمانځله او خپل هېواد ته یې ډاډ ورکاوه چې د دوی د واکسین صادرات د خپل واکسین د ملي پروګرام تر سیوري لاندې ترسره کېږي.

خو په نړۍ کې د واکسین د چټک تصویب او د هېواد دننه د واکسین لپاره د خلکو زیاتې اړتیا په هند کې حالات ستونزمن کړل.

په ورته وخت په هند کې د واکسین دوه ستر جوړونکې کمپنۍ سېرم انسټیټیوټ اف انډیا او بهارت بایوټېک د واکسین د تولید په زیاتوالي کې ستونزې لرلې.

په سېرم انسټیټیوت کې ددې کال په سر کې اور لګېدلی وو د امریکا لخوا د واکسین د خامو موادو لېږونکو ورڅخه وغوښتل چې خپل د اړتیا وړ خام توکي دې له بلې خوا ترلاسه کړي.

ددې ترڅنګ بهارت باوټېک په لومړي سر کې ویلي وو چې په روان کال کې به ۷۰۰ میلیونه ډوزه واکسین جوړ کړي خو هندي چارواکو په دې وروستیو کې ویلي چې بهارت بایوټېک په میاشت کې یواځې لس میلیونه ډوزه واکسین جوړوي.‌

اخوا د امریکا او جرمني درمل جوړونکو کمپنیو فایزر او بایوټېک د جمعې په ورځ ژمنه وکړه چې خپل دوه بیلینه ډوزه واکسین به غړیبو او د منځنۍ کچې اقتصاد درلودونکو هېوادونو ته واستوي تر څو د بډایه او غریبو ترمنځ د واکسین اخېستلو واټن راکم کړي.

د فایزر مشر البرټ بورلا په روم کې د روغتیا نړیوالې سرمشریزې ته وویل،‌ لومړنی بیلینه ډوزه واکسین به په همدې کال کې واستول شي او دوهم بیلن به په ۲۰۲۲ کال کې.

همدارنګه امریکايي کمپنیو مډرنا او جانسن انډ جانسن هم په ترتیب سره د دوه لکو او یو لکو ډوزو واکسین مرستې ژمنه کړې.

د جان هاپکنز پوهنتون د کورونا مرکز د شنبې یا خالي په ورځ وویل، چې اوس په نړۍ کې په کورونا باندې د اخته شویو کسانو شمېر له ۱۶۶.۱ میلین څخه زیات شوی دی.

په دې ډله کې په امریکا کې تر اوسه پورې د کورونا ۳۳ میلینه، په هند کې ۲۶ میلینه او په برازیل کې ۱۵ میلینه پېښې ریکاډ شوي دي.

XS
SM
MD
LG