لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

شمالي وزیرستان:په پاکستاني پوځيانو برید کې یو عسکر وژل شوی


FILE - A Pakistani army soldier stands guard at a border post in Ghulam Khan, North Waziristan, on the border between Pakistan and Afghanistan, Jan. 27, 2019.

دپاکستان پوځ وایي شمالي وزیرستان کې یې دپولې دپورې غاړې(افغانستان) څخه په امنیتي پوسته ترهګرو ډزې کړي چې په پکې یو پوځي عسکر وژل شوی دی.

دپوځ مطبوعاتي څانګې دخالي په ورځ خپل یو بیان کې ویلي شمالي وزیرستان کې افغانستان سره په لګیدلې پوله دپورې غاړې څخه دترهګرو لخوا شوؤ دې ډزو ته پاکستاني ځواکونو کوټلی ځواب ویلی دی.

دپوځ بیان کې د وژل شوي عسکر پیژندګلو دسپاهي عمردزار په نوم شوې ده اؤ ویل شوي هغه دپنجاب دجهنګ سیمې اوسیدونکی ؤ.

پوځ دپولې دپورې غاړې څخه شوی دا برید په سختو ټکو غندلی او ویلي یې دي پاکستان څو کرته دافغانستان اؤ پاکستان دګډې پولې دڅارنې اؤ انتظام معامله راپورته کړې ده.

دخیبر پښتونخوا صوبې وزیراعلی ښاغلي محمود خان هم ددې برید غندنه کړې ده اؤ پخپل یو بیان کې یې ویلي دي دترهګرو له لوري دافغانستان زمکه کارؤل کیدل دغندنې وړ عمل دی.

هغه ویلي دترهګرۍ په ضد جګړه کې ټول قام دپوځ تر شا ولاړ دی اؤ دخپل پوځ په مړانه ویاړ کوي.

افغانستان لا ددې برید په هکله څه نه دي ویلي.

په دې وروستیو کې دپاکستان په قبایلي ضلعو اؤ بلوچستان کې دپاکستان په پوځ دبریدونو لړۍ چټک شوې اؤ پوځ دعوې کوي چې دې کې زیاتره بریدونه دافغانستان دخاورې څخه کیږي.

په اتم مئ هم پوځ ویلي وؤ چې باجوړ کې دافغانستان دخاورې نه دپاکستان‌ په پوځيانو برید شوی چې یو عسکر پکې ژوبل شوی دی .

همدا شان په پینځمه مئ دبلوچستان په ژوب ضلعه کې دپولې دپورې غاړې څخه شوي یو برید کې دپینځوؤ پاکستاني عسکرو د وژل کیدو رپورټونه مخې ته راغلي وؤ.

ددغو دواړو بریدونو ذمه واري پاکستاني طالبانو په غاړه اخستې وه

XS
SM
MD
LG