لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان کې د درېوؤ زرو نه زیاتو نورو کسانو ته کرونا وایرس ورپورې شوی،74 مړه


سرکاري شمیرې ښایي چې پاکستان کې دتیر یو شواروز په مهال نور 74 کسان په کرونا وایرس مړه شوي اؤ درې زره اؤ 3084 کسانو ته دا وایرس ورپورې شوی دی.

د کرونا د څار د دولتي ادارې دتازه شمیرو له مخې په ګرد هیواد د 74 کسانو دمړینې سره پاکستان کې په کرونا وایرس د مړو شوؤ شمیره 20زره اؤ 251 ته رسېدلې ده.

دا مهال د ګرد هیواد په روغتونونو کې 4800 دکرونا ناروغان دتداوۍ لاندې دي چې دې کې 536 ناروغان په وینټي لیټرو پراته دي اؤ حالت یې ښه نه ښودل کیږي.

دسرکاري شمیرو له مخې پاکستان کې ټول 900552 کسان په کرونا اخته شوي خو ازادې سرچینې وایي چې دا یوازې هغه شمیره ده چې دټیستونو دلارې مخې ته راغلې اؤ په لکونو ناروغان داسې هم دي چې خپل ټيسټونه یې نه دي کړي اؤ د کورونو دننه دغې ناروغۍ ته پراته دي.

پاکستان کې د کرونا ضد ويکسين په لومړي پړاو کې د 60 کالو څخه د زيات عمر کسانو ته، بيا د 50 کالو او بيا د 40 کالو څخه د زيات عمر کسانو ته ويکسين لګول پېل کړل شوي وو.

خو دتیرې ورځې راهسې د دیرشو کالو عمر لرونکو ته هم ددې ویکسین ورکول پیل شوي دي

دخالي په ورځ اېن سي او سي ویلي وؤ تر اوسه پورې په ټول ملک کې 49 لکه شپږ 50 زره 853 خلکو ځان د ويکسين لپاره رجسټرډ کړی دی.

د اېن سي او سي ترمخه تر اوسه پورې 11 لکه 39 زره 441 کسانو ته پوره يا د ويکسين دوه ډوزه لګول شوي او 26 لکه 31 زره 873 کسانو ته د ویکسين يو ډوز لګول شوی دی.

په ورستيو کې په پاکستان کې د کرونا وبا له امله په لګول شوو بنديزونو کې نرمي هم اعلان کړل شوې ده خو ويل شوي د کرونا څخه احتياطي تدابير به عملي وي.

وزير اعظم عمران خان په خپله په وروستیو کې دا خبره کړې وه چې په ملک کې د کرونا وبا درېمه څپه په تېزۍ سره خورېږي او د مرګونو کچه هم زياته ده، خلک بايد له کرونا څخه د ځان ژغورنې احتياطي تدابير په عمل کې راولي ځان او نور له کرونا څخه و ژغوري.

XS
SM
MD
LG