لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

منظور پشتين: د خړکمر د پېښې په ياد کې او د غورځنګ د بنديوانو دپاره احتجاجي جلسه کوو


د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مشر منظور پشتين وايي، سبا په 26 مې يې د شمالي وزيرستان د دته خېل تحصيل په خړکمر کې جلسه راجوړه کړې چې پکې به د خړکمر په پېښه کې د وژل شوو دپاره د انصاف، د غورځنګ د بنديوانو غړو د ازادولو او په سیمه کې د بدامنۍ د مخنيوي غوښتنې کوي.

منظور پشتين وي او اې ډیوه ته د سبانۍ جلسې په اړه ويلي، په خړ کمر کې چې دوه کاله وړاندې کومه پېښه شوې په هغه پېښه کې وژل شوو ته انصاف غواړو.

د شمالي وزيرستان په خړکمر علاقه دوه کاله وړاندې په (26 مې) په يوه پوځي چيک پوسته د ډزو په پېښه کې د پي ټي اېم 15 فعال وژل شوي او 23 نور ژوبل شوي وو.

دوه کاله وړاندې د پي ټي اېم د مشرانو او قامي اسمبلۍ غړو محسن داوړ او علي وزیر په مشرۍ په خړ کمر کې احتجاجي مظاهره کېدله او په دغه مهال چې دا مظاهره چيان په پوځي چيک پوسته ورغلي هلته بيا د ډزو پېښه رامنځته شوې وه.

پوځ او پي ټي اېم په يو بل د ډزو کولو تورونه لګولي، پوځ ويلي وو د محسن داوړ او علي وزير په مشرۍ احتجاج کوونکي د مشکوک ترهګرد خلاصولو دپاره په چيک پوسته ورختلي او بیا د پوځ لخوا د مخې نيولو په وخت دوی په پوسته ډزې کړې وې چې په نتيجه کې يې پينځه پوځي سرتيري ژوبل شوي وو.

پوځ ویلي وو د پوځ په ځوابي ډزو کې بيا درې کسان وژل شوي او لس نور ژوبل شوي وو.

پوځ دا هم ويلي وو چې په دغه موقع یې علي وزير سره د اته نورو کسانو نيولی وو او محسن داوړ بيا وروسته په خپله ځان پوليس ته حواله کړی وو.

خو وروسته د شمالي وزيرستان انتظاميې د خړکمر په پېښه کې د 15 کسانو د وژل کېدو او 23 ټپي کېده تاييد کړي او د خېبرپښتونخوا حکومت بیا د مړو او ژوبلو دپاره امدادي پېسې اعلان کړې وې.

پوځ د پېښې مقدمه د ترهګرۍ د مادو لاندې د علي وزير او محسن داوړ پرضد درج کړې او هغوی پکې بيا جېل ته لېږل شوي وو.

خو د بنو د ترهګرۍ د عدالت د اېبټ اباد څانګې بيا په 14م اکتوبر 2020 په علي وزير او محسن داوړ د خړکمر د پېښې او وروسته بيا په يو پوځي ګاډي د چاودنې جوړې مقدمې خارج کړې وې.

هغه وخت محسن داوړ وي او اې ډيوه ته ويلي وو چې عدالت دغه دواړه مقدمې له هغې وروسته خارج کړې چې رياست عدالت ته د مقدمو د بيرته اخستو خواست کړی وو.

منظور پشتين وايي د خړکمر په پېښه کې د وژل شوو سره اوس هم انصاف نه دی شوی هغه دعوه کوي دغه بې ګناه خلک وژل شوي وو ځکه دوی سبا په خړ کمرجلسه راجوړه کړې ده.

تير کال پي ټي اېم دغه ورځ د تورې ورځې په توګه نمانځلې او ویلي يې وو د کرونا وبا له امله يې غټې غونډې نه وې راجوړې کړې.

پشتين وويل دا وخت د پي ټي اېم څو غړي چې پکې د قامي اسمبلۍ غړی او د غورځنګ مخکښ علي وزير هم په زندان کې دی دوی به په سبانۍ جلسه کې غوښتنه کوي چې د علي وزیر په شمول دې د غورځنګ ټول غړي راخوشي کړی شي.

د پي ټي اېم مشر تور لګوي چې په سیمه کې اوس هم بدامني روانه ده او د هغه په وېنا سيمې ته نوې پاليسۍ راوړل کيږي، دوی غوښتنه کوي چې د بدامنۍ او نوو پاليسيانو مخنيوی دې وشي.

پي ټي اېم وايي د سبانۍ جلسې دپاره یې د شمالي وزيرستان د مرستيال کمشنر نه اجازه غوښتې ده.

خو مرستيال کمشنر شاهدعلي وايي د کرونا وبا له امله د صوبې د حکومت د اعلاميې ترمخه د پينځه کسانو نه د زياتو کسانو په يو ځای کېدو بندېز دی ځکه د پي ټي اېم جلسې ته یې اجازه نه ده ورکړې.

خو د پي ټي اېم مشران وايي په ملک کې د فلسطين دپاره د سوونو او زرګونو خلکو په شمېره کې مظاهرې کيږي په خپله حکومتي غونډې راجوړيږي او سياسي هلې ځلې په مستقله توګه روانې دي خو پي ټي اېم ته د خپلو وژل شوو خلکو په ياد کې راجوړې غونډې ته اجازه نه ورکول کيږي.

XS
SM
MD
LG