لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دخپلو سرونو په بیه به قام اؤ وطن ژغورو،د پي ټي ایم مشران


دپښتون ژغورنې غورځنګ مشران وایي دپښتنو په خاوره دپولې دواړو غاړو ته دپوهه،باشعوره اؤ فکر لرونکو خلکو د وژلو اؤ ځورؤلو لړۍ دیو سازش لاندې روانه ده ترڅو دپښتنو نه دفکر خاوندان غلی کړل شي اؤ دا خاوره یو ځل بیا دناامنۍ غیږې ته واچول شي.

دچهارشنبې په ورځ شمالي وزیرستان دته خیل کې دخړ کمر په پېښه کې د وژل شوؤ کسانو اؤ د عارف وزیر د تلین په مناسبت راجوړې شوې یوې درنې جلسې ته خپله وینا کې دپي ټي ایم مشر منظور پشتین، محسن داوړ،عبدالله ننګیال اؤ نورو ویناوې کړي اؤ دپښتنو په خاوره یې دجنګونو اؤ وژنو روانه لړۍ غندلې ده.

دې جلسې ته خپله وینا کې منظور پشتین ویلي “نن مونږ يوازې دخړ کمر د شهیدانو او سردار عارف وزير یاد نه تازه کوو ،بلکې مونږ د خپل قام سره کړی خپل هغه لوظ هم تازه کړو چي دخپل سر په بيه به دخپل قام او وطن ژغورنه کوو “

دته خیل کې دپي ټي ایم دننۍ جلسې یوه برخه
دته خیل کې دپي ټي ایم دننۍ جلسې یوه برخه

دغه جلسه کې چې په زرګونو کسانو برخه اخستې وه دپوځ اؤ امنیتي ادارو په ضد یې کلک شعارونه ورکول اؤ پخپله خاوره یې دامن غوښتنه کوله.

جلسې ته په وینا کې ښاغلي منظور پشتین وویل دنن څخه ‏دوه کاله وړاندې په خړکمر کې دپاکستان فوځ کوم ظلم کړی ؤ او په پرامنه پښتنو باندې يې څومره په بې دردي سره ډزې کړې وې هغه دظلم اؤ جبر دتاریخ یو تور باب دی.

هغه وویل په دغه پېښه کې زمونږ پينځلس ملګري شهیدان شوي وو او تقريباً پينځه څلويښتو پوري زخمیان کړل شوي وو اؤ دوئ ګناه یوازې دا وه چې دخپلو آئيني او قانوني حقوقو ترلاسه کولو لپاره يې احتجاج کولو.

دپي‌ ټي ایم مشران دعوه کوي چې دخړ کمر پېښه کې دپوځ په ډزو بېګناه خلک وژل شوي وؤ خو پوځ بیا دا دعوې ردوي اؤ ددې پېښې ذمه وار پي ټي ایم ګڼي.

دخړ کمر دپېښې نه وروسته ددې پېښې مقدمه هم دپي ټي ایم د مشرانو په ضد درج کړل شوې وه چې په دغه مقدمه کې محسن داوړ زندان ته هم اچول شوی ؤ خو پي ټي ایم دا تورونه رد کړي کړي وؤ چې ګنې ډزې د دوئ لخوا شوي.

"منظور پشتین وویل د ظالم او ظلم په ضد به زموږ مزاحمت هم دغه شان دوامداره وي اؤ دخپل سر په بدل به دخپلې خاورې او ولس ژغورنه کوؤ "

هغه زیاته کړه که څه هم رياست د ننۍ جلسې ناکامولو هره هڅه وکړه ، خو د شمالي وزيرستان ولس ډېر په مړانه د پي ټی ايم سره ودريدل او دا جلسه يې کاميابه کړه .

دې جلسې ته شمالي وزیرستان څخه دپاکستان دقامي اسمبلۍ منتخب غړي اؤ دپي ټی ایم مخکښ مشر محسن داوړ پخپله وینا کې ویلي چې څومره ناامني په افغانستان کې سیوا کیږي هم دومره ورسره پاکستان هم دناامنۍ غیږې ته لوئیږي.

هغه وویل دلته اوس هغه خلک په هدف کیږي څوک چې سیاسي پوهه لري.

دنوموړي په وینا "مونږ وینو چې دلته خبریالان په نخښه کړل کیږي،ټولنیز مخورمشران،سیاسي اؤ مدني فعالین په هدف کیږي اؤ دا هر څه د یو سازش لاندې روان دي"

هغه وویل "داخلک ځکه په نخښه کړل کیږي چې دوئ پوهه لري،دقام ګټې پیژني،په ائین خبر دي د ازادۍ اؤ جمهوریت په ارزښت خبر دي اؤ د دوئ په وژلو اؤ ځورؤلو سره هڅه کیږي چې پښتنو کې د کار غږونه غلي کړل شي ترڅو دا خاوره یو ځل بیا د ناامنۍ په غیږه بدله کړل شي"

هغه پخپله وینا کې دطالبانو نه هم پوښتنه وکړه چې که تاسو په رښتیا داسلام دپاره کار کوئ نو بیا یې په ایمان ووایئ چې په افغانستان کې زیات اسلام دی که په پاکستان کې ؟

محسن واوړ وویل دا ډیره عجیبه ده چې دوئ(طالبان) په پاکستان کې جګړه جایز نه ګڼي خو په افغانستان کې بیا جګړې ته د "جهاد" نوم ورکوي.

هغه وویل که طالبان افغانان وي نو بیا ولې دپاکستاني جرنیلانو په وینا افغانستان کې جګړې ته مټې رابډ وهي ؟

دپښتون ژغورنې غورځنګ مشران تور لګوي چې پاکستان اؤ افغانستان کې دپښتنو په وژنه کې دپاکستان استخباراتي ادارې لاس لري خو پوځ بیا دپي ټي ایم دغسې تورونه د هند اؤ افغانستان دخوشحالولو دپاره ګڼي اؤ وایي چې پي ټي ایم دافغانستان اؤ هند لخوا په شا ټپول کیږي.

XS
SM
MD
LG