لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په کېلیفورنیا کې یو تن اته تنه په ډزو وژلي او ګڼ‌ شمېر یې ټپیان کړي


د امریکې د کېلیفورنیا ایالت په سان هوزی ښار کې یو تن د رېل ګاډو د یوه لوی تمځای په انګړ کې پر خلکو ډزې کړې چې د پولیسو په وینا اته تنه یې وژلي او ګڼ‌ شمېر نور یې ټپیان کړي دي.

دا پېښه د شورو- چارشنبې په ورځ د امریکې په وخت سهار شاوخوا شپږنیمې بجې شوې، خو پولیسو یې تر اوسه سبب نه دی ویلی.

پولیس چارواکي وایي وژل شوي کسان د رېل ګاډو د ادارې کارکوونکي دي او وایي بریدګر هم هلته ملازم وو چې تر ډزو وروسته هغه هم وژل شوی خو وایي دا نه ده معلومه چې هغه خپله ځان وژلی که څنګه.

پولیسو د بریدګر نوم او عمر نه دی ښوولی، خو د کېلیفورنیا د سان جوس ښار مرکري نیوز او نورې رسنۍ د هغه نوم سېمیول کېسیډي بللی چې وایي 57 کلن وو او د رېل ګاډو په انګړ کې یې کار کاوه.

د اورګاډو د ادارې وي ټي اې مشر ګلین هېنډریک رسنیو ته ویلي، چې دا پېښه د رېل ګاډو په انګړ کې شوې چې هلته کارکوونکي د موټرو مرمت کوي او د رېل ګاډو د تګ راتګ او کنټرول په ځای کې نه ده شوې.

ګلین هېنډریک دا یوه "ډاروونکې پېښه بللې". د سان جوس ښار مېر (ښاروال) سام لیکارډو هم ددې پېښې وخت "یوه ډېره تیاره شېبه" ګڼلې ده.

د کېلیفورنیا سان جونس د شاوخوا یو میلین اوسېدونکو ښار دی، چې د ټیکنالوجۍ د نړیوال مرکز او د امریکې د ټیکنالوجۍ د اعلی کمپنیو د مشهور سیلیکان وېلي په زړه کې پروت دی.

د سان جوس ښاروال سام لیکارډو وایي، دوی خبرونه تر لاسه کړي وو چې د بریدګر په کور کې اور لګېدلی دی، خو وایي کله چې پولیس هلته ورغلي وو نو په کور کې دننه هیڅوک هم نه وو.

د سپینې ماڼۍ د مطبوعاتو مرستیالې کېرین جین پېري رسنیو ته ویلي، دوی حالات څاري او وایي‌ امریکا د توپک د تشدد له وبا سره مخ ده چې وایي په ډله ییزو او ورځنیو پېښو کې یې هره ورځ خلک مري.

د مې د شپږویشتمې دا پېښه په تېرو درو میاشتو کې په امریکا کې د ډله ییزو بریدونو وروستۍ پېښه ده.

په تېره مارچ میاشت کې هم د امریکې په کولراډو ایالت کې په یوه سپرمارکیټ کې د ډزو په پېښه کې لس تنه وژل شوي وو او په تېره اپرېل میاشت کې هم د انډیانا ایالت په انډیاناپولس ښار کې یو تن خپل اته تنه د فیډیکس کوریر سروس همکاران په ډزو وژلي وو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG