لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

سروې: په پاکستان کې د 38 فیصده کورنیو اقتصادي حالت تر مخکې خراب شوی


واشنګټن ـــ د پاکستان د شماریاتو د ادارې د یوې تازه سروې له مخې په هېواد کې د 38 فیصده کورنیو اقتصادي حالت د پخوا په نسبت ډېر خراب شوی دی.

د پاکستان د خلکو د ټولنیز ژوند تېرولو د معیار په اړه دغه سروې رپوټ وایي، چې د 46 فیصده خلکو اقتصادي حالت هغسې دی څنګه چې مخکې وو، خو وایي یواځې دوه فیصده کورنیو دا څرګنده کړې چې اقتصاد یې تر پخوا ښه شوی دی.

د سروې رپوټ له مخې هغو کورنیو چې وایي کورنی اقتصادي حالت یې د مخکې په نسبت خراب شوی په هغوی کې زیات شمېر یعنې 29 فیصده له سیند صوبې سره تړاو لري.

د شماریاتو د ادارې د رپوټ له مخې 12 فیصده کورنیو ویلي چې کورنی اقتصادي حالت یې تر پخوا ډېر خراب شوی دی، خو 26 فیصده کورنیو ویلي اقتصادي حالت یې تر مخکې خراب دی.

د رپوټ له مخې د پاکستان یو فیصد خلکو ویلي چې دوی د خپل اقتصادي حالت له ښه کېدو او خرابېدو خبر نه دي.

د سروې مطابق په سیند صوبه پسې د پښتونخوا صوبې د خلکو اقتصادي حالت تر پخوا خراب ښوول شوی چې وایي 27 فیصده دي، په پنجاب کې د 25 فیصده خلکو اقتصادي حالت خراب ګڼل شوی.

بلوچستان چې د پاکستان تر ټولو غریبه خو په وسایلو شتمنه صوبه ده، سروې رپوټ ویلي چې په دې صوبه کې د خلکو کورنی اقتصادي حالات تر پخوا خراب شوی دی.

سروې ښیي چې په پنجاب کې 46 فیصده او په سیند کې 47 فیصده خلکو ورته ویلي چې اقتصادي حالت یې د مخکې غوندې دی او‌ څه بدلون پکې نه دی راغلی.

XS
SM
MD
LG