لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزيرستان: په هدفي وژنو کې درې تنه وژل شوي يو ټپي شوی


د خېبربښتونخوا په قبايلي ضلع شمالي وزيرستان کې د تيرې شپې راهسې په هدفي وژنو کې درې تنه وژل شوي او يو بل ټپي شوی دی.

د پوليس چارواکو په وېنا دغه پېښې د شمالي وزيرستان په میرعلي کې تحصيل شوي دي.

د ميرعلي تاڼې پوليس وايي لومړۍ پېښه د بنو میرانشاه په سړک ايپي ځای کې شوې د يو هوټل په جوړولو کار روان وو د هلته نه دوه کار کوونکي تښتول شوي چې پکې د يو تن مړی غورځول شوی او يو تراوسه بې درکه دی.

بله پېښې مرثي خېل علاقه کې شوې او يو ځوان په ډزو وژل شوی دی.

ځايي خلک وايي دغه تن د پوليسو په ډزو وژل شوی او پرضد يې احتجاجي مظاهره پېل شوې ده.

درېمه پېښه نن د جمعې په ورځ 28 مې په اېپي کلي کې شوې او د ګاډو په يو سروس سټېشن ډزې شوي يو مزور پکې وژل شوی او بل پکې ټپي شوی دی.

د میرعلي پوليس د وژنو تاييدوي خو وايي خپلوانو يې په چا دعوه نه ده کړې، او روغتون ته چې کوم مړي راوړل شوي پوليسو يې په خپله روزنامچه رپورټ درج کړی دی.

په علاقه کې د تازه پېښو په اړه د شمالي وزيرستان د پوليس مشر (ډي پي او) شفيع الله ګنډاپور سره وي او اې ډيوه د تماس هڅه کړې خو ځواب ورته نه دی ویل شوی.

دا تازه پېښې په داسې حال کې شوي چې په علاقه کې دوه ورځې وړاندې پښتون ژغورنې غورځنګ په يوه ولسي غونډه کې په علاقه کې د بدامنۍ د مخنيوي غوښتنه کړې وه.

په علاقه کې د پي ټي اېم فعال جمال داوړ وايي، په شمالي وزیرستان کې پوځي عمليات شوي په علاقه کې د امنیت دعوې شوي او خلک بيرته ستانه کړی شوي خو اوس هم دغه ډول د پېښې رامنځته کیږي.

هغه وویل په علاقه کې د تیرې يوې مودې نه بيا په امنیتي ځواکونو د بريدونو سره د هدفي وژنو پېښې هم سېوا شوي دي.

خو د شمالي وزیرستان د پوليسو مشر په وروستيو کې په يو شوا روز کې د پينځه تنو د وژنو د پېښې وروسته ویلي وو په علاقه کې هره پېښه هدفي وژنه نه وي.

هغه ويلي په علاقه کې خلک په خپلو شخصي دښمنو کې وژنې وکړي او هغه بيا هدفي وژنې شمارل کيږي.

د شمالي وزيرستان مرستیال کمشنر شاهد علي ويلي وو په علاقه کې زياتره خلک د وژنو د پېښو مقدمې د نامالومه کسانو پرضد درج کيږي، پکار ده چې خلک په مقدمو کې کسان ونوموړي پرضد به يې قانوني چلند کولی شي او د قانون منګولو ته به راوستل کيږي.

پولیس مشر ويلي وو قبایلي علاقې چې په صوبه کې شاملې شوي په علاقه کې د بدامنۍ پېښې کمې شوي او پولیس هڅه کوي چې امنيت ټينګ وساتي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG