لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د نوښار ځايي صنعتکار د رشکۍ سي پېک اقتصادي زون په څېر اسانتياوې غواړي


Rashakai CPEC Economic Zone in Nowshehr Khyber Pashtunkhwa
Rashakai CPEC Economic Zone in Nowshehr Khyber Pashtunkhwa

د پاکستان وزیراعظم عمران خان دعوه کوي د ملک اقتصاد په سم لوري روان شوی، او د نورې پرمختيا دپاره بهرنۍ پانګونې او د بهر سره سوداګرۍ سېوا کولو ته اړتيا لري.

عمران خان نن د جمعې په ورځ (28 مې ) د نوښار ضلعې په رشکۍ علاقه کې د چين ـ پاکستان اقتصادي راهدارۍ (سي پېک) پروژې لاندې د خصوصي اقتصادي زون پرانسته وکړه او په دغه موقع يې وويل چې په ماضي کې حکومتونو بهرني تجارت او پانګونې ته پاملرنه نه ده کړې.

هغه وويل پاکستان د خپلو صادراتو/ برامداتو د لارې کولی شي چې خپل اقتصاد ته وده ورکړي.

عمران خان وویل د پاکستان دا غټه مسله پاتې شوې ده چې بهر ته د سوداګرۍ يا سامانونو لېږلو ته پاملرنه نه ده شوې او تر کومه پورې چې د ملک برامدات نه وي سېوا شوي تر هغې پورې د ملک دولت يا اقتصاد نه سېوا کيږي يواځې د غنمو، وريژو او نور پېداوار په خرڅولو اقتصاد ګټه نه شي کولی.

هغه زياته کړه د رشکۍ خصوصي اقتصادي زون د پاکستان دپاره يوه غټه موقع ده چې بهرني تجارت ته وده ورکړي او پانګه وال راشي دلته سرمايه کاري وکړي ځکه چې دلته پانګه والو ته ټولې کاروباري موقعې راجوړې کړی شوي دي.

عمران خان په دې خبره د افسوس څرګندونه وکړه چې پاکستانيان خپل کاروبارونه بنګله دېش، ملايشيا او نورو ملکونو ته انتقالوي ځکه چې دلته سرمايه کار د مشکلاتو سره مخ دي.

هغه دعوه وکړه چې په يو نيم کال موده کې د پاکستان اقتصاد پرمختيا پله روان شوی خو بيا کرونا وبا راغله او د نورې نړۍ په څېر يې په پاکستان هم بدې اغېزې وکړې او د اقتصادي ستونزو سره مخ شو.

هغه وویل د کرکيلي او صنعت په برخه کې يې څلور فیصده پرمختګ کړی دی.

د پاکستان مرکزي حکومت دعوه کوي چې د رشکۍ اقتصادي زون په يو زر هېکړه ځمکه جوړ شوی او وايي چې د دې اقتصادي زون سره به دوه لکه ځوانانو ته روزګار هم ترلاسه شي.

خو په خېبرپښتونخوا کې وخت په وخت صنعت کار او سوداګر د هغو اسانتياوو غوښتنې کوي کومې چې د دوی په وېنا د سي پېک په پروژو کې ورکول کيږي.

د حکومت لخوا په رشکۍ اقتصادي زون کې د بجلۍ، ګېس او ماليې په مد کې خصوصي رعايتونه ورکړی شوي او سوداګر وايي چې د ياد اقتصادي زون له امله به د وړاندې نه په موجود صنعت منفي اغېزې وشي.

اصغر خان اتمانخېل چې د نوښار د وړاندې نه موجود اقتصادي زون غړی دی، وايي عمران خان په خپله وېنا کې وویل چې په خصوصي اقتصادي زون کې پلاټونه په اجاره ورکړی شي خو هغه تور لګوي چې دوی چينايان دغه پلاټونه په ګرانو بيو ورکوي او يو پلاټ ورته په يو لک 40زره ډالره ورکوي.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل ځايي سوداګر چې دومره رقم په تش پلاټ ورکړي نو کاروبار په څه کوي.

هغه وویل په يوه نوښار ضلع کې يو اقتصادي زون ته خصوصي مراعات ورکول کيږي او بل اقتصادي زون د تيرو 20 کالو راهسې د بنيادي اسانتياوو څخه محرومه دی.

سوداګر وايي حکومت د سي پېک په پروژو کې د بجلۍ او نورو خرڅونو په برخه کې مراعات ورکړي او نور ځايي صنعت داسې پاتې دی نو د سي پېک د صنعتي زون نه بهر صنعت کار به ونه کړی شي چې د دغه زون سره په صنعت کې مقابله وکړي.

صنعت کار وايي دوی د اقتصاد د پرمختيا مخالفت نه کوي خو غوښتنه ضرور کوي چې ټولو صنعت کارو ته دې يو شان اسانتياوې ورکړی شي.

د پاکستان تحریک انصاف حکومت دعوه کوي چې د کرکيلي او صنعت په برخه کې هڅې کوي چې اسانتياوې ورکړي او پانګه وال راولي چې د ملک اقتصاد ورسره ښه شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG